که څوک ووايي زه شرعي فيصله نه منم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50053
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-06-26

فتوی نمبر (۲۷۲ . 

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:نصيراحمدافغانستان/جلال اباد.

ددوو نفرو سره جنجال سو دايوه ورته وويل چي راسه چي دغه شخړه په شرعيت سره خلاصه  کړو نودابل ورته وويل چي زه شرعي فيصله نه منم نواياداسړي په داسې الفاظو سره کافرکیږی اوکه یا؟

 

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه وروره!دالفاظ چي زه شرعي فیصله نه منم کفری الفاظ دي ، خوعلماوو اوفقهاوو فرمايلي دي چي ديومسلمان له خولې چي داسي يوه خبره راووځي چي په هغه خبره کښي نور احتمالونه دکفروي خويواحتمال ددې وي  چي دويونکي پرايمان يې دلالت کوئ نوپه داسي صورت کښي مفتي بايدهمدغه احتمال غوره کړي په دې شرط چي  دويونکي لخوا به داسي تصریح نه وي موجوده چي هغه داولني احتمالونو چي دکفراحتمالونه دي تائيدکوي .
اوبل فقهاؤ دا اصل اوقاعده ايښې ده چي  په هغه خبره چي دهغي په ويلو دويونکي په کفرکښي دعلماؤ ترمنځ اختلاف موجودوي پرمسلمان بایددکفرفتوی ونکړه سي ، که څه هم هغه يوضعیف روایت وي.
نولهذا هغه څوک چي داسي ووايي چي زه شرعي فيصله نه منم نوپه دې خبره کښي موږ ترډېره حده داسي تاويل کوو چي مراددده به  له دې قوله څخه چي زه شرعي فيصله نه منم داوي چی زه په شرعي فيصله عمل نه کوم اوپه داسي ويلوسره سړئ نه کافرکيږي. هوغټ ګناه ګاربه خامخاوي

في بحرالرائق ج۵ ص،۱۳۵،۱۳۴:وفي الخلاصة وغيرها اذا کان في المسئلة وجوه توجب التکفير ووجه واحد يمنع التکفيرفعلی المفتي ان يميل الی الوجه الذي يمنع التکفیرتحسينا للظن بالمسلم .
زاد في البزازية : الااذاصرح باراة موجب الکفرفلاينفعه التاويل حينئذ.
وقال بعداسطر :«والذي تحرر ان لايفتی بتکفيرمسلم امکن حمل کلامه محمل حسن اوکان في کفره اختلاف ولورواية ضعيفة فعلی هذا فاکثرالفاظ.
وقال في عالمګيري،ج۲،ص۲۷۱:رجلا قال لخصمه اذهب معي الی الشرع اوقال بالفارسية بامن بشرع رو،وقال خصمه:پياده بياتابروم بي جبرنه روم يکفرلانه عانداللشرع .
واذاقال الرجل لغيره:حکم الشرع في هذه الحادثةکذافقال ذالک الغير :من برسم کارميکنم نه شرعی،یکفرعندبعض  المشائخ (رحمهم الله تعالی)
والسلام ومن الله التوفيق.