دشنې چینې په غاړه مې دڅنځلو تر ساړه سیوري لاندې خپل څادر هوار اویوې غټې تیږې ته مې تکیه وکړه .
موسم ګل ورین و دڅنځل ګلومعطرو وږمومې په دماغ خوشبویۍ وورولې .
زرین لمر هم دڅنځلو دپاڼو له مینځه سترګکونه راته کول .
دښایسته او نغمه ګرو مرغانو خوږو، په سور اوتال برابرو نغمو له پاسه او دچینې په مینځ کې دښایسته کبانورنګارنګ جامو او کږو وږو نڅاوو یوې جنتي دنیا ته وړی وم .
ګرد روښه مې له نباتاتو تر الوتونکو،کبانو، ونو اوحتا کاڼو پورې مسؤنیت احساساوه .
هره خوا ســـــــوله ســـــــوله وه خو دا اوس څــــــــه . . . او ولې؟