دتاریخ په اوږدو کي پښتانه پهلوانان په ارياناکي - ۳

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50316
شريف الله. دوست (سرواني )
دخبریدو نیټه : 2012-07-13


(غرغښت ياګرشاسپ باباپه آرياناکي) (له ننه ۳۰۰٠ـــ۳۵۰۰کاله پخوا)
درېيمه برخه
ګرشاسپ ياغرغښت بابا دهلمند په لرغونې حوزه کې:
دثريت(بيټني)له زوي يعني ګرشاسپ دسام له کورني څخه ملقب په نئيرمنه (=نرمېړه=دغښتلوموټانومنش)لرونکى په ملي داستانونوکي درې تنه ياد سوي دي (ګرشاسپ،سام اونريمان)فردوسي ددرو تنوپرځاى پنځه تنه يادکړي دي په دې ترتيب:
 ۱ـــ ګرشاسپ د(اوزو)زوي چي د ثريت (بيټ نيکه)له نژاده دي
۲ــ ګرشاسپ دسيستاني(هيلمندي زمينداوراميرانو)پلار.۳ــ سام نريمان ٤کريمان چي نوم يي ددوکلموپه ګډيدوسره نريمان اوګرشاسپ څخه جوړسوي دي.خو منلې د نسب لړي هماغه ده چي بيروني راوړې ده هغه چي ؛: له ګرشاسپ(=سام)څخه دستان(زال)اوله دستان څخه رستم نړي ته راغلى دى.اودلرغونتياله مخي نوموړى روايت دټولو روايتونوپه منځ کي لرغونى روايت دى .دګرشاسپ وروسته دوه نومونه پاته کيږي چي ددې پهلوانانوله ديني القانوڅخه نه دي رامنځ ته سوي چي هغه يويي دستان چي په زال هم بلل سوى دى او بل يې رستخم .بايدوګورو چي ددې دوونومونو زيږنځاي اوددې دوو پهلوانانو داستان چي دټولو روحي اوجسماني ځواکونو سره د دهلمند او سيستان داميرانونمايندګان دي !
 مخکي مووويل چي ګرشاسپ(غرغښت)وزير،مشاور او ياد(زاب)ځاي نا ستي وو اوبل داچي ګرشاسپ دهلمند (سيستان)زينداور)دپهلوانانوپلار اوبابا هم وو.د(دستان) يا (زال) په هکله هم په(بندهشن= بندهش)کي يادونه سوې ده چي دسيستان(=هلمند=زينداور)دامارت له کورنۍ څخه شميرل کيږي (۴۹) هغه چي دشهنشاهۍ لړۍ يې د سترپښتون شيرشاه سوري = زوري( د زنداور د زون يا سون ته منسوب چي دتاريخ پوهانو او ژبپوهانو دڅرگندونو له مخي ددې نامه ټول يو ريښه ده )
 
غرغښت ياګرشاسپ داستادکهزاددڅيړني له مخي:
غرغښت زموږدهيواد دنامتوپهلوانانو له ډلي څخه ديوه نوم دى چي داسلامي دورې له پيله څخه دافغانستان دټلو پښتني قبائلواو بهرکي يې ډېرشهرت لاره اولري يې؛ نوموړى بابا (گرشاسپ يا غرغښت) ددووتنو نورو يعني شيخ بيټني(اتريت،ثريت)اوسړبن(=سرند)سره دپښتون ټبردرې ګوني نيکونه دي :همدا پهلوان (غرغښت بابا )په پخوانيوتاريخونوکي لکه اويستاپه څوبيلابيلوځايونوکي دګرشاسپه ياغرغښته په نوم يادسوى دى ،دغرغښت اوغښتلي دنومونوڅخه د راڅرګنديد وتاريخ دسلامي دورې په پيل کي له ننه شاوخوا څوارلس سوه کاله کيږي
 خوکله چي ددې پهلوان دژوندزمانه داوستايي دوري سره سنجوو لږترلږه بايد زرکاله نورپرهغه ور زيات کړو په دې سره نو دغرغښت يا ګرشاسپ دتاريخ موده دوه زره څلورسوه اويادري زره کاله ته رسيږي اوزه دهم دي نظريې پلوي يم اوتائيد وم يي (۴۶)په دې دريو نومونوکي (غرغښت )په ټولنيزه توګه دافغانانو په ذهنونوکي مشهوردى اوزموږ زيات شمير ليکوالانو پرې افساني،ډرامې او ادبي لنډي ليکني کړي دي خودادى په لومړي ځل نوموړى (ګرشاسپ)يا(غرغښت)درپېژنم هغه چي دفيلولوژي (=ژبپوهنه ياديوې ژبي دږغونوپېژندني)له مخي دواړه نومونه يوډول دي(۴۷).
 
دګرشاسپ ياغرغښت بابادنامه وجه:
ارواښاد استادکهزاد ددې نامه ريښه موږته داسي راښي:ګرشاسپ اوغرغښت د لغت دريښې له مخي په اساني سره سپړل کيداى سي.
 لومړي برخه:
ددې نامه لومړى برخه (غر)او(ګر)ده هغه چي په (غ)او(ګ)يوله بل سره تل اوړي او(غر)ته په دري کي (کوه)وايي .(۴۸)پوهاندعلامه حبيبي هم دغراوغرجستان په هکله ژوره څيړنه کړې نوموړى وايي:
 زموږدژبي(پښتو) يوه خورامهمه کليمه هم (غر)دى ځکه چي پښتانه په غرني ځمکه کي لوى سوي دي ،دغرسره زوکړي اومړه سوي دي ځکه نو په پښتنوکي (غر)خورا د ارزښت وړدى. غرني افکارهم زموږپه اداب کي خوراخوندوره برخه لري.(غر)په حقيقت کي خورازړه اريايي کلمه ده چي داويستاپه (هوم يشت)کي(ګيري)راغلى دى اوهم په (وړه اويستا)اودهغه کتاب په فرهنګ کي ليدل کيږي د(غر)کلمه په سنسګريټ کښي هم راغلي ده اوهلته هم (ګير يا ګيري)(دغره)مانا ښندي۴۹
 پوهاندعلامه عبدالشکور(رشاد) باباليکي ،د(هېر)کلمه هم دګير،ګراوګيري کليمو مبدل ده ځکه ګيري په سنسگريټ کي دغره په مانادى اوس په پښتوکي هم په همدې بڼه کاريږي کله کله ګ په(هـ)باندي هم اوړي (ګره)په روسي،اوکرايني اوبلغاريايي ژبوکي هم د(غره)په مانادي خوپه پولنډي ژبه کي (ګره)په(هره)بڼه ويل کيږي چي په پنجشير(=پنج هير)په نوم کي هم دي ته ورته دواشير(=وحش*هير)دنامه په وستاړي کي هم ددې نامه بيلګه لرو.(۵۱)ياقوت حموي دالبشاري په حواله تشريح کوي چي (غرج)هم دغره او(کو)په مانا دى په غوري دوره کي داسيمه غرستان(=دغرونوځاي)بلل سوې ده.داسي نورنومونه هم په دي سيمه کي سته لکه (۵۲)،ګردودان(=ګر+ودان)ننګازى(۵۴)ننګ+ګر+زوى)،کجګر(کج=گر=کوږ+ گر يا غر۵۵ )چي له سنګين څخه زينداورته پرلار ګرماو(=ګرم آب)ته نږدې کټ مټ ګږه اوپېچلې (چي په محلي اصطلاح دشرمښانو دغره په نوم ياديږي) دغره ورستى برخه پرته ده .(۵۶)لوېديزي څېړونکي (توماسچک )وايي :
 ګر(۵۷)دزړې باختري ژبي کلمه ده،غرچه خلج،ګرج اوخلجي ټول د غرو دزامنو مانا لري(۵۸)همداسي ددې نامه ريښه زرګونه کاله پخواهم دپښتنوپه ځاى نومونو اوځان نومونو کي ترسترګوکيږي لکه دهمدې ګرشاسپ ياغرغښت بابا په نامه کي چي کټ مټ ترشاوخوادري زره پنځه سوه کاله پخوا هم موږ ددې کلمو بيلګه د نومونو د مختاړي اورستاړي په بڼه وينو.چي همدا اوسني (غر)اولرغوني (ګر)بېله شکه يودبل اوښتي بڼي دي.
 
دغرغښت ياګرشاسپ دنامه دوهمه برخه:
شاسب(=ساسپ)اودهغه نوري بڼي (غښت)او(غښته)د غښتلي او توانا آس لرونکى بلل سوى دى اودغښت (غ)ځينوپه دري ژبه کي په(ګشت)اړولى دى اودواړه کليمي(کوه ګرد)جوړوي ددې نامه ريښه دلوګرولايت په نامه کي هم سته (لوى+ګر)يا لوي(غر) دى .
 زموږ په ملي ژبه پښتوکي (غښته)،غښتلي)او(غښتى )دقوي)چابک،توانا، زورور اوپهلوان په مانادى، په دې حساب(ګرشاسپ)د(دتيزاوغښتلي غرني آس دڅښتن)په مانا ياد سوى دى. (غښتلي)په دري کي د(چابک ونيرومند)په مانا ژباړل سوى او(غښتل،غښتلى)يې د اسم مشبه په بڼه راغلى دى په همدي ترتيب ويلاي سوچي ګرشاسپ يا غرغښت پهلوان دجګواولوړو غرونو دڅوکو(هندوکش دعقاب ترپرواز لوړ)او(اسپتاګوناګيري) = سپيدکوه(=سپين غر)اوددې هيواد په ياده سيمه کي ټول غرونه لکه د(۵۹)غورغرونه،دزينداور(=زونداور)،بغنين(=بغني)،سروان،واشير،نوزاد غرونه چي په قوي احتمال غرغښت بابا ياګرشاسپ اوکورنۍ يې دهمدې هملندسيند دغاړو يا شمالي هلمند د (زنداور)،اوغوردغرونواوسېدونکي دي :چي ديوشمېر يادونه يي په اريايي (ويدونو) او (اويستا )کي سوې ده، ددي خبري يودليل هم دارواښاد استاد کهزاد دڅيړونو له مخي داسي راوړو :
 زابلستان چي دلته زموږدبحث وړ سوژه ده اود سيستان دتاريخ په شهادت په څلورو نومونو(سيستان،زابل،زرنګ اونيمروز)يادسوى دى چي ټول يې عبارت د هلمندسيند له دلتاڅخه دي چي ميليونونه کاله يي د هلمند او سيستان هواره اومسطح ځمکه جوړه کړې اوخړوبه کړې ده(۶۰)او ميليونونه کاله يي دا دمرګ دښته دجنت په څېر ښيرازه ګرځولې ده،سيستان،زابل،نيمروزاوزرنګ هغه سيمي دي چي دتاريخ اوفولکور پرپاڼوله لرغونو زمانو راهيسي اوتراسلام را وروسته دوره کي دافغانستان له ډيرو آبادواوښيرازه سيموڅخه دي چي د(اسياګدام)په نامه يادېدې اوهغه زړي اوارزښت ناکه کنډوالي چي نن يې دزرنج،کلابست،ساروتار(=تاروسار)پشاوران،دغلغلې ښاراوپاچاماڼي ،دنادعلي دکنګ کلا،چخنسور(=چشت+نصر = دنصر چشتيه طريقي ته منسوب؟)بلنګي اوچهار بورجک(+څلوربرجونه)اوپه سلګونه کلاوي اوماڼۍ شتون لري چي هره يوه يې ددي ځاي پرښيرازۍ شاهدي ورکوي.
 


(۶۲)里-吃年糕: )li_chingــــــــــــــــ(۶۳)ـــــــــــــno_ch ( ) (۶۴)جی .سی .کویاجی (=coyajee joehangirـcults and legends of ancient ) (۶۵)ـــyiـــمخ (۱۱)ــIran and chicna ژباړ(طا ری)(۶۶)ــ-tung_ting(= ) (۶۷)جی،سی،کویاجی،مخکی اثر،مخ۲۷.
 (۶۸)ډیرک اوبراین،دنړی دهیوادونولنډه پیژنده ،ژباړبشیر احمد ریان،صدیقی خپرندیه ټولنه ،کال .۱۳۹۰،مخ ۲۸۱.(۶۹)استاد احمدعلی کهزاد،غرغښت یاګرشاسپ ،مخکنی اثر،مخ۱۷۲.
 
نورهم سته