فتوی نمبر (۶۰۱) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:عبدالجبار/کراچي.
يوسړي قصدا يولوئ دسمال په روژه کښي پريمنځي اوهره ورځ يې پرسرباندي اچوي چي په روژه کښي ورباندي اساني وي ، نوددې سړي روژه مکروه ده اوکه يا، په«مالابد منه» کښي يې مکروه بللئ ده اوپه بخاري شريف کښي په باب اغتسال الصائم کښي راغلي دي چي :وبل ابن عمر ثوبافالقی عليه وهوصائم».
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم.
په دې اړه صحيح اومفتی به قول دادئ چي داکار کول په روژه کښي مکروه نه دئ : وکذالاتکره حجامة وتلفف بثوب مبتل ومضمضة اواستنشاق للتبرد عندالثاني وبه یفتي.[الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار/باب مايفسدالصوم ومالايفسده/مطب فيما يکره للصائم/ج۲،ص۱۵۶]
وفي ردالمحتار:« قوله وبه يفتی لان النبي صلي الله تعالی علیه وسلم صب علی رأسه الماء وهوصائم من العطش اومن الحر،رواه ابوداو]
وکان ابن عمر يبل الثوب ويلفه عليه وهوصائم].
والسلام من الله التوفيق.