که چيرې د ما کو پښتنو دنسب شجره وګورو نو دوی سړ بني پښتانه او د درانيو دپنجپای په ښاخ پورې اړه لري ٠ ددوی د وګړو شمېر لږ دی ٠ ددوی يو شمېر په کند هار او يو شمېر هم دنورزيو پښتنو سره يو ځای ميشته دي ٠
يو شمير ماکوان دهرات او غزني په ولايتو نو کې هم استو ګنه لري ٠ په کند هار کې دماکو دقبيلې دخلکو شمېر په ١٣٦٥ لمريز کال کې ١٥٥٧٤ تنه ښودل شو ي ول ،چې ښايې اوس يې په شمېر کې ډېر زيا توالی راغلی وي٠ د کند هار په ولايت کې دماکو دقبيلې خک د دامان او ار غستان په ولسواليو کې ا ستو ګنه لري ٠ دهرات په ولايت کې دما کو دقبيلې خلک ددغه ولايت دانجيل ،کشک او دکرخ په ولسواليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې په ١٣٦٥ لمريز کال کې ددوی ټول شمېر ٢٦٨٨ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې اوس به يې په شمېر کې ډير زياتوالی راغلی وي (١) .
تاريخ حيات افغاني ليکي چې په غز ني کې هم د ماکو دقبيلې څو کلي شته چې دخاګواڼيو دقبيلې دکليو تر څنګ پر اته دي اوسيمه ايز خلک دغه د خاګواڼي د قبيلې خلک هم دخاګواڼي ما کوانو په نامه يادوي٠
په ټول افغا نستان کې د١٣٦٥ کال د سر شميرنې پر بنسټ ددوی شمېر ١٨٢٦٢ تنه ښودل شوي دي چې ښايې اوس به يې په شمېر کې دوه ځلې زياتوالی راغلی وي٠
-------------------------------------------------------------
١-پښتني قبيلې ، ٢٣١مخ .
٢-معلومات مختصر درباره اقوام وقبايل سرحدي کشور، ١٠ ، ٩٣ ، ١٠٩ ، ١١٠ مخونه .
٣-تاريخ حيات افغاني١٥٢ او ١٥٩ مخونه.