لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۲۰۱۲/۸/۴
ژباړن : نثار احمد صمد
واشنګټن ـ زه په امریکا کی د پاکستان د سفیر سره ناست وم چی د ده پر میز تلیفون ته زنګ راغی . ما ته یې وویل چی « وبخښه ، عاجل خبر دی . » کله چی ده هغه اورېدی ، نو څیره یې پرله پسې توربخنه کېده . باالاخره یې تلیفون په درب سره کښېښود او له قهره سور او شین سو ، او داسی یې راته وویل : « امریکایی بې پیلوټه طیارو یوه بله حمله وکړه او زموږ څو انسانان یې راووژل . موږ ته هیڅ دا خبر نه وو راکول سوی چی حمله کېدونکې ده . دا اوس موږ د امریکا ملګري یو ! »
خو دغه خورا ټینګ امریکا پلوه سفیر اشتباه کوله . امریکا په داسی حال کی چی پاکستان خپل یو غیر ناټویی ملګری بولی ، د دې هیواد سره داسی رویه کوی لکه د پوځی پلوه چی یې نیولی وی . د اسلام آباد حکومت د بې پیلوټه طیارو زیاتیدونکي حملې او هم د سي آی اې مځکني عملیات په سرځوړۍ او بیچارګۍ سره زغمی .
پاکستاني عوام ښه پوهیږی چی څه روان دي . هغوی اکثریت په دې ګروهه دي چی پر امریکا باندی د ۲۰۰۱ کال تر حملو وروسته پاکستان د امریکا لخوا لږ یا ډیر اشغال سوی دی .
پاکستاني مشر جنرال پرویز مشرف چی دغه حالت ته یې اجازه ورکړه ، اعتراف کوی چی امریکا د ده پر سر توپک نیولی و او ورڅخه غوښته یې چی یا به امریکا ته دا اجازه ورکوی چی د پاکستان پوځ ، هوایی اډې ، بندرونه ، استخباراتی شبکه ، لوژستیک او هوایی قلمرو استعمال کړی او یا دا چی د جنګ سره به مخامخ کیږی . مشرف هم ډیر ژر د امریکا دغه خبرداري ته په ګونډو سو ، حال دا چی د ده څخه مخکني جنرال ضیأ الحق به کوړت هغه رد کړی وای .
څومره چی د پاکستان په قبایلی سیمو او افغانستان کی د امریکا د بې پیلوټه طیارو حملې سختیږی او ډیریږی ، نو د ولسمشر آصف علی زرداری حکومت ، چی واشنګټن واکمن کړی دی او د امریکا په ډالرونو سره پایی ، پرله پسې امریکا ته زارۍ کوی چی دغه حملې ودروﺉ چی پاکستانیان نور هم خښموی . لوړ رتبه پاکستاني دیپلوماتانو خبرادارﺉ ورکړی دی چی د بې پیلوټه طیارو حملو چی ۲۵۰۰ الی ۳۰۰۰ کسان یې وژلی چی اکثریت یې ملکی وګړی دي ، په پاکستان کی بنسټ پالی ډلی لمسوي او هم زموږ د وسلوالو ځواکونو سپکاوی دی .
خو په واشنګټن کی هیڅوک هم دا خبري نه اوری . نو هغه و چی اسلام آباد د دې لپاره چی یو څه خپلواکي یې ښودلې وی ، افغانستان ته د امریکا او ناټو هغه اکمالاتی لاره چی د کراچی څخه راځی ، د اوو میاشتو لپاره په دې دلیل وتړله چی د امریکا هوایی حملې په تیر نوامبر کی ۲۵ پاکستانی پوځیان ووژل .
خو دا بندښت په دې وروستیو کی هله بیرته لغوه سو چی د امریکا لخوا پاکستان ته یو بلیون ډالره بنده سوې مرسته بیرته ایله سوه . نو د دغو ډالرونو رابهېدل یو ځل بیا پیل سول چی اکثرأ د سویس ، دوبی او سینګاپور د بانکونو له لاری ورځی .
په پاکستان کی امریکایی ضد احساسات پرله پسې راپورته کیږی . ځینی ټولپوښتنی ښیی چی څه باندی ۹۰ سلنه ځواب ویونکو د امریکا پر ضد کرکه یا غصه ښودلې ده . دغه عام احساسات په واشنګټن کی د ځینو جمهوریت غوښتونکو دا بې معنا ویناوو نور هم پراخ او شدید کړل چی وایی د پاکستان اټومی وسلې باید قبضه سی ، د پاکستان د بلوچستان ایالت باید یو بېل هیواد سی ، یا دا چی پاکستان دی د امریکا په تروریسټی لیست کی شامل سی .
آن خورا ښیً لاسي او اسراییل پلوه محافظه کاران خو لا داسی هم غړمبیږی چی پر پاکستان باید حمله وکړو . په افغانستان کی د امریکا د ناکامه جنګ پړه د پاکستان پر ملاتړې حقانی شبکې باندی اچول کیږی ، یعنی هغه حقانی چی د پیغور له مخی په ۱۹۸۰ لسیزه کی په افغانستان کی زما د استوګنی پر مهال سي آی اې ډیر خوښاوه .
نو دا چی اوس اوس امریکا د لازمی سزا تهدیدونه نه ورکوی علت یې دا دی چی له نیکه مرغه په سوریه کی خرابۍ او چټلۍ رامنځته سوي دي او هم د ایران پر ضد د جنګ تهدیدونه ډیر سوي دي . خو پاکستان هماغسی د امریکایی ضد جهادی احساساتو یو باالقوه تولیدونکی او په امریکا کی د مسلمانانو ضد احساساتو لوړونکی دی .
د پیغور خبره خو دا ده چی امریکا افغانستان ته د امریکایی ضد ډلو د سزا ورکولو په خاطر ورغلې ده ، دا کار یې لا ختم کړی نه دی چی تر هغوی یې لس چنده نور زیات دښمنان په پاکستان کی ایجاد کړل .
په عین حال کی د اکمالاتی عراده جاتو پارونکی بهیر بیا راپیل سو . د امریکا او ناټو د ځواکونو لپاره اکمالاتی موټرونه د پاکستاني سرحدی پوستو سره ولاړ دي چی علت یې امنیتی تهدیدونه دي .
افغانستان ته د توری بحیرې ، روسیې او منځنۍ آسیا له لاری د اکمالاتی قطارونو رسول د امریکا لپاره په داسی وخت کی د میاشتی ۱۰۰ ملیونه ډالره مصرف لری چی هلته ۴۴ ملیونه امریکایان د فقر په حال کی شپې سبا کوی . د امریکا څخه تر افغانستان پوری په الوتکو کی د وسلو او مهماتو رسول تر مځکني ترانسپورټ لس ځله زیات مصرف لری .
خو د دې هر څه سره سره ، طالبان او د هغوی ملګري په دې خپه وو چی دغه اکمالات بند وو . ولی ؟ دا ځکه چی هغوی ته د امریکې لخوا په ملیونونو ډالره « بخشش » ورکول کېدﺉ تر څو دغه قطارونه پریږدی .
ویل کیږی چی تیره اوونۍ په واشنګټن کی د سي آی اې د لوی ریًس ډیویډ پترس او د پاکستان د نوي استخباراتی مشر برید جنرال ظهیرالاسلام خبری اتری صمیمانه وې ، خو واضح او معلوم حاصل یې نه درلود . او نه هم د نورو لوړ رتبه پاکستاني او امریکایی جنرالانو خبرو کومه نتیجه ورکړې ده . داسی ښکاری چی نور نو دیپلوماتان د صحنې څخه لیری او ګوښه سوي دي . پای