دپښتنوداوسنۍ ټولنې (معا شرې) تنقيدي جاج

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50961
ډاکټر لطيف ياد
دخبریدو نیټه : 2012-08-12

 

يا د پښتنو د ټولنې (معاشرې) ځينې نيمګړي اړخونه

آغلو او ښاغلو پښتنو!
په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتانه يو ډير لرغونى او پخوانى تاريخ لري او ددوى د زړورتياوو او اتلوليود کيسو او افسانو نه تا ريخونه ډک دي او زموږ نيکونو او پلرونو داسې حماسې او کارنامې تر سره کړي دي چې نن موږ او تاسو ټول پر ې وياړو او ستاينه يې کوو.
 نن ورځ چې موږ په کومې ټولنې يا معاشرې کې اوسيږو نو اوس د پخواني وخت ټولنه يا معاشره نه ده، ځکه حالات بدليږي او دزړو شيانو ځاى نوي څيزونه او شيان نيسي . نن ورځ نړۍ هغه د پرون ورځې نړۍ نه ده،ساينس او ټکنولوجي ګړندي ګا مونه اوچتوي،خو موږ پښتانه د نړۍ د تمدن او پر مختګ د چټک کاروانه ډير وروسته پاتې يو .
 زه په دغه لنډه شان ليکنه کې غواړم دپښتنو دنن ورځې دټولنې يا معا شرې په اړوند هغه شمير ترخه(تراخه) حقايق بيان کړم چې لر او بر پښتانه ورسره مخامخ او لا س او ګريوان دي. ښايې زما دا ليکنه پر ډيرو آغلو او ښاغلو پښتنو ښه و نه لګي خو ما چې څه ليکلي دي د پښتنو د ټولنې يا معاشرې منفي اړخونه مې ښودلي دي البته داد دپښتنو د ټولنې يا معاشرې نه زما شخصي(ذاتي)پرداشت دى او څه مې چې ليکلي دي هغه مې ددې لپاره ليکلي دي چې ګران پښتانه خپلو نيمګړتياوو ته متوجه شي . هيله ده چې آغلي او ښاغلي پښتانه يې ولولي او زما پر دې انتقادي ليکنې باندې خپل نظريات وړاندې کړي ،زه ستا سو ګرانو لو ستونکو هر ډول مثبتو نظرياتو ته د قدر په ستر ګه ګورم او هر کلى يې کوم .
 ١-بې اتفاقي:
دپښتنو دټولنې تر ټو لو غټه او ستره ستونزه داده چې پښتنو په يوې خبره سره اتقاق کړى دى چې هيڅکله به اتفاق او يووالى سره نه کوي . موږ او تا سو ټول پو هيږو چې بې اتفاقي يوه ستره ناروغي ده.همداپه پښتنو کې د اتفاق او يووالي نشتوالى دى چې نن موږ په خپلو منځو کې سره په جګړو اخته يو .د پښتنو ستر شاعر خوشال بابا څوسوه کلونه لا وړاندې د پښتنو دبې اتفاقۍ نه سر ټکولى دى لکه چې وايې:
 اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو
ګنې ما به د مغول ګريوان پاره کړ
نو ديوې ټولنې يا معاشرې د خلکو تر مينځ چې يووالى او اتحاد او اتفاق نه وي هغه ټولنه به څنګه دپر مختګ په لوري لاړه شي؟له بده مر غه د پښتنو په ټولنه کې ډيرې تربګنۍ او دښمنۍ شته نو اى ګرانو پښتنو! دبې اتفاقۍ د سترې ناروغۍ او مصيبت نه ځانونه وساتئ چې تباه او برباد وي مو.
 ٢- دزغم او تحمل نشتوالى:
دويم ناوړه څيز چې دپښتنو په ټولنه(معاشره) کې شته هغه دادى چې يو بل نه شي زْغملى. که ددوى په ټولنه کې يو تن پرمختګ وکړي نو دوى د هغه پر مختګ نه شي زغملى .چې بيا هم ستر خوشال بابا په دې اړوند څه ښه ويلي دي :
 پښتانه واړه ناپوه دي يو پر بل کاندي غورځى
چې يو کړي سرراپورته بل يې ووهي مغزى
همداراز که کوم يو پښتون بل پښتون ته تر خه خبره وکړي نو ځواب به يې هم له مقابل لوري تريخ و ي . نو موږ پښتنو لره بويه چې به خپلو ځانو نو کې د زغم،حوصلې او تحمل رو حيه پياوړې کړو. ديوې ټولنې د وګرو تر مينځ چې زغم او تحمل نه وي هغه ټولنه هيڅکله هم د نيکمرغۍ او خوشالۍ ورځ نه ګوري .
 ٣-په پښتنو کې د علم او پو هې نشتوالى او کموالى :
زما په اند د پښتنو په ټولنې او معاشرې کې ددوى د وروسته پاتې والي يو پل غوره دليل او وجه دعلم او پو هې نشتوالى دى .د پښتنو علمي سويه ډيره ټيټه ده .دعلم او پوهې او تعليم کسان په دوى کې د گوتو په شمير دي . په پښتنو کې ډير شمير کسان شته چې د خپلو زامنو تعليم هم نه خوښوي . زياتره پښتانه د نجونو د تعليم سره مينه نلري او دښوونځي او يا پو هنتون ته د خپلو لو ڼو او خويندو او نورو نږدي ښځينه خپلوانو په تگ شرميږي او دا دغيرت او عزت نه ليرې خبره گڼي او ځان او کورنۍ ته يې عار بولي ،خوکه ددوى نجونې تعليم و کړي نو سبا ورځ به ډاکترانې او نر سانې وي او پرته له دې چې ددوى ښځينه نارينه وو ډاکټرانو ته لاړې شي همدا نجونې به يې چې تعليم والا دي علا ج وکړي .دوى په دې نه پو هيږي چې د علم او پو هې سره دښمني دوى څومره وروسته پا تې سا تلي دي او موږ او تا سو نن ورځ ددې خبرې شاهدان يو چې نړۍ د پو هې ،علم او نوې ټکنو لو جۍ له برکته د ترقۍ او پر مختگ لوړو مدارجو ته رسيدلي ده . که دوى خپل زامن او لوڼې د علم او پو هې په ګاڼه سمبال کړي نو ښه کار به وشي .
 ٤ - په خپلې خبرې با ندې بيځايه ټينګيدل او احساساتي (جذ با تي )کيدل :
په پښـتنو کې يوه بله ناروغي داده چې هر څوک وايې زما خبره سمه ده او ته څوک يې؟ موږ پايد دنورو خلکو خبرو ته هم غوږ و نيسو.پر خپلې خبرې باندې بيځا يه ټينگيدل او د نورو خلکو د خبرو ردول او ورته غوږ نه نيول دا د معقوليت نه ليرې کاردى . پر خپلې خبرې باندې بې ځايه ټينگيدل چې زما خبره صحيح او ستا غلطه ده دپوهې او ادب نه ليرې کار دى .
 0- ٥- د پښتنو په ټولنه کې ناوړه او ملا متوونکي رواجو نه :

٦ - دپښتنو په ټولنه يا معاشره کې ځايه او ملا متوونکي رواجونه او دودونه :
له بده مر غه د پښتنو په ټولنه کې داسې ناوړه رواجونه شته چې نه د اسلام د سپيڅلي دين د بنسټونو او نه هم د پښتنو لۍ د اصيل روح سره کوم اړخ لګوي دبيلګې په تو ګه : په خپلې لور او خور باندې ولور اخيستل چې يو ډير ناوړه او د شرم وړ کار دى .دا په حقيقت کې د څارويو او ژوو او حيواناتو په څير د خپلو لوڼو او خويندو خر څول دي . داسلام سپيڅلي دين ورته شرعي مهر ټاکلى دى ،خو دوى پرې عمل نه کوي او زموږ پښتانه ځوانان چې پيسې نلري د عمر تر پايه پورې جره يا بې ښځو پا تې شي. .په ځينو ځايونو کې تر ١٠ يا ١٥ لکو افغانيو پورې ولور هم رواج لري. همداراز د مړو پسې خيراتو نه چې د چا له وسې بهر وي هم يو ناوړه عمل دى چې د اسلام د سپيڅلي دين د بنسټونو سره هيڅ مطا بقت نلري . موږ بايد دبې ځايه او ملا ما توونکو رواجونو پر خلاف پراخه او هر اړخيزه مبارزه وکړو .
 
0- ٦- دپښتنوتر مينځ کينې ،کرکې او نفر تونه:
دپښتنو تر مينځ په مجموع کې بله ناوړه پديده ددوى تر مينځ کينې او نفرتونه دي .کله کله دد غو کينو او نفر تونو په وجه ددوى تر مينځ خونړۍ لا نجې او جګړې پيښيږي او ډير کسان پکې د دواړو اړخونو تر مينځ ووژل شي چې داهم د نا پو هۍ او د علم د نشتوالي په وجه رامينځ ته کيږي .پښتنو ته په کار دي چې د کينو او نفر تو نو پر ځاى يو بل ته د مينې ،محبت او دو ستۍ لا سونه ور وغځوي او يو بل په مينه کې په غيږ کې ونيسي .
 ٧-دپشتنو د شتمنو خلکو بې احساسي :
د پښتنو په ټولنې يا معاشرې کې ډير شتمن کسان شته .ډير يې لوى ځمکه وال او د پيسو او شتو خاوندان دي. دوى کولاى شي چې دبيوزلو پښتنو دبچيانو لپاره ښونځي او په مجموع کې د غريبو او نيستمنو خلکو لپاره رو غتو نونه او يتيم ځايونه جوړ کړي . همداراز دوى کولاى شي چې د پښتنو ليکوالو او شاعرانو د کتابونو دچا پلولو په برخه کې چې د هغوى له وسه بهر وي مر ستې وکړي ،خو له بده مرغه خبره داسې نه ده .دغه شتمن سره له دې چې د بې وزلو او نيستمنو پښتنو سره مرستې نه کوي په ناروا ډول خپلې شتمنۍ نورې هم زياتوي او د غر يبو خلکو فکر ورسره نشته . نودوى ته پکار دي چې د خپلو بيوزلو وروڼو لاس نيوى هم وکړي څو هم خداى او هم د خداى بندګان ترې خوشاله شي
 :٨- دخپل سوچ نه کار نه اخيستل او په پټو ستر ګو دنورو پسي تلل :
کله چې په يوې ټولنې يا معاشرې کې د علم او پوهې کموى وي نو د هغې ټولنې وګړي ددې پر ځاى چې د خپل سوچ نه کارواخلي نو په پټو ستر ګو دنورو له خوا استعماليږي، په تيره بيا ځينې سياسي کسان او ګوندونه دوى د خپلو شخصي غرضونولپاره دوى استعما لوي ځکه چې دوى دپراخ سوچ خاوندان نه دي چې هر څه دې تحليل او تجزيه کړاى شي .
 ٩- په پښتنو کې د يو پياوړي ملي مشر اوليډر شيپ نشتوالى :
دپښتنو يوه بله ستره تشه او نيمګړتيا داده چې په دوى کې د يوه ملي مشر نشتوالى دى ،يوداسې مشر چې سپيڅلى او دپاک ضمير او وجدان خاوند واوسي او دهيواد او خپلو خلکو ګټې د هر څه نه ورته زيات اهميت ولري .پښتنو دتاريخ په اوږدو کې داسې ډير ملي مشران درلودلي دي چې خلک يې پر شا او خوا را ټول شوي دي .تاريخ داخبره ثا بته کړې ده چې دپر ديو هيوادونو په لاسونو جوړ شوي مزدور او ګوډاګي مشران هيخکله هم نه ملي مشران کيداى شي او نه يې هم خلک منلاى شي .له بده مر غه دتاريخ په دې پيچلي او حساس پړاو کې چې موږ يوه داسې زړه سوانده ملي مشر ته اړتيا لروچې هغه په پښتننو کې اوس نشته .
 ١٠-دخپلې ژپې په وړاندې بې تفا وته پاتې کيدل :
دپښتنو بله لويه کمي داده چې دخپلې خوږې ژبې پښتو او پښتني فر هنګ د غوړيدلولپاره په ډيروپښتنو کې دا جذبه ا و ولوله ژوندۍ نه ده . که څه هم د تاريخ په او ږدو کې د افغا نستان واکمنان پښتا نه تير شوي دي وخو دوى د خپلې خوږې ژپې سره سخته جفا کړې ده . نن ورځ پښتو چې د افغانستان د اکثرېت ژبه ده په دفتراو پو هنتون کې کوم ځاى او مقام نلري .ډير شمير پښتانه ځينې و ختونه په پښتو ويلو شر ميږي .دپښتونخوا د اکثريت ژبه هم پښتو ده خودهغوى مشران هم چې کله واک ته رسيدلي دي د پښتو ژبې د پر مختګ لپاره يې هيڅ هم نه دي کړي او د هغوى هم دا حال دى لکه چې د افغا نستان د پښتنوچې دى .دا خو کتا بونه چې په پښتو ژبې چاپ شوي دي دا پخپله د هغو پښتنو ذاتي او شخصي نو ښت دى .
 ددې پورتنيو نيمګړتياوو پر ته د پښتنو په معاشرې او ټولنې کې کې نورې داسې په سلګو نو نورې نيمګر تياوې شته ،خو ما يې د څو مهمو يادونه وکړه .