کرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50965
نوربادشاه(درویش)
دخبریدو نیټه : 2012-08-12


کله چی د ژوند کلیمه یادیږی فکردښه والی خوا ته زور کوی.اوهرڅوک دا خوښوی چی ښه ژوند ولری.او ښه روزګار یی جوړ وی.خو ژوند او روزګار به هلته ښه وی چی په مینه،ورورولی،ښه زده کړه او روزنه بشپړ وی.که چیرته مینه،ورورولی،ښه زده کړه او روزنه په ژوند کی نه وی نغښتی ښه ژوند یی نشو بللی.
 که ګران هیواد افغانستان مو د نړی له نوروهیوادونو سره پرتله کړو وبه وینو چی دلته د مینی او ورورولی کلیمی ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.او ځای یی کرکی او نفرت نیولی دی.چی ډیری کوچنی کرکی افغانان تر ټوپک رسولی دی.که دغه کوچنی کرکه په ډاګه شی پیل یی له کورنی څخه کیږی لومړی په یوه کورنی خپل مینځنی کرکی دی چی ټوله کورنی یی دپیدا شوی ستونزی له امله له بدبختیوسره مخامخ وی.ترڅنګ یی دکلیو او بانډو ترمینځ کرکی دی چی په ډیرو کوچنیو شخړو رامینځ ته شوی وی.چی له هواری وروسته یی د یو بل له زړونو د کرکو او نفرتونو دیوالونه راتاوشی چی د لویو کرکو زیږنده یی بللی شو.
 که له کلی او بانډو ووځو قومی کرکی دی چی ورځ په ورځ یی شمیر زیاتیږی چی پایلی یی ډیری بدی وی.ددی ټولو ترڅنګ ژبنی تعصبونه په خپله کرکو ته لمن وهل دی او دکرکی لوی ټغر ژبنی تعصبونه غوړوی چی ځینی خلک بیا دغه کرکیجن ټغر دناستی لپاره ښه بولی. ځینی ګاونډی هیوادونه په دی کی ډیر مهم رول لوبوی.هڅه کوی دی همدی لاری خپله ویره کمه کړی او په خپل ځای سالم پاتی شی.
 دی کرکی دغه لوبه بی سترګو ګاونډیانو دپښتون او پارسی زبان ترمینځ په لار اچولی دی.چی تردی دمه یی ډیر ښه رول لوبولی دی.کله بیلوډکش ټوپک دپښتون په لاس او کله د پارسی زبان په لاس ترڅو یو بل سره په سپیڅلو ټنډو وولی.او خپل ځانونه پاک بولی.او دغه ډول کړنی د دوه مخی توب څخه لری نه دی.
 ولی که هرځلی دغه پوښتنه دی افغانانو په مخ کی کیښودل شی ځواب یی چوپتیا وی.که دمخنیوی خبری یی وشی مخنیوی یی په خپله یوه نوی کرکه زیږوی.که له چوپتیا، پوښتنو اوځوابونو یی تیرشو مخنیوی یی یوازی دافغانانو په پوره ورورولی،اتفاق،او دګاونډیانود ناسموکړنو په وړاندی په یوالی کی دی.
۱۳۹۱/۴/۵