د معروف ولسوالۍ اوسيدونكي د خپلو ستونزو حل غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50969
اداره
دخبریدو نیټه : 2012-08-13


 

د كندهار د معروف ولسوالۍ لپاره د نوي ولسوال د پيژندني او دځايي خلګو د ستونزو  د اوريدلو په موخه د سرپرست والي عبدالقديم پتيال په مشري دولتي پلاوي له يادي ولسوالۍ څخه ليدنه تر سره کړه .
په دې سفر کې د سرپرست والي عبدالقديم پتيال تر څنګ د ملي امينت ،د سولي شورا ،پوهني ،اقتصاد ،،د سرحدونو او قبايلو ،سکټور ريسانو او د يو شمير نورو  ادارو استازو برخه لرله .
دکندهار سرپرست والي عبدالقديم پتيال د ولسوال د معرفي وروسته د ځايي خلګو څخه وغوښتل چي خپلي ستونزي ورسره شريکي کړي تر څو ورته ولايت مقام د حل لاره پيدا کړي .
دده په خبره چې د سفر موخه يي د يادي ولسوالۍ لپاره د نوي ولسوال حاجي توريالي معرفي کول او د خلكو د ستونزو اوريدل دي .
ځايي خلګو له دولت څخه ګيله لرل لکه څنګه چې ښايي دولت هغسي ورته کار نه دي کړى.
د كندهار د معروف ولسوالي اوسيدونكي وايې چي د تيرو لسو كلونو را پديخوا يې د لوړ پوړو او ټيټ پوړو چارواكو له لوري زياتي ژمني ليدلي خو په سيمه كې يې ډير كم كارونه تر سترګو كيږي
 د دوى  په خبره چې د ښووني او روزني تر څنګ يې  د بيا روغوني كارونه هم نيمګړي دي او له ولسوالۍ  څخه ټولو كليو ته  غزيدلي سړكونه يي خراب دي .
د معروف ولسوالۍ قومي مشران وايي ددې سره ،سره چې دا ولسوالي په ګاونډي هيواد پاکستان او زابل ولايت سره ګډه پوله لري خو  امنيت يې په ګډه له ځايي چارواکو سره تامين کړى او ياده ولسوالي يي په کندهار کې  د باامنه ولسواليو په کتار کي درولي ،نو دولت هم بايد ددې ولسوالي د خلګو د ستونزو په حلولو کي ورته لومړيتوب ورکړي .
د کندهار سرپرست والي عبدالقديم پتيال ځايي چارواکو او خلګو ته په خپلو خبرو کي وويل چي سفر به يې يواځي پر ژمنو ولاړ نه وي بلکه عملي اقدام به هم کوي او تر ټولو لومړى به ددې ولسوالۍ د معارف په برخه کې شته ستونزو ته د پاى ټکى اېږدي .
د ښاغلي پتيال په وينا چې په ټول وس او توان د معارف په برخه کې د يادي ولسوالۍ لپاره کار کوي .
 پتيال د معروف ولسوالۍ اوسيدونکو ته ژمنه ورکړه چي ولايتي اداره به هميشه د يادي ولسوالۍ څخه ليدنه کوي او په ستونزو به يي ځان خبروي
د کندهار د معارف ريس شيراغا صافى چي هم ومعروف ولسوالې ته په دې سفر کې موجود وو  وويل چې معروف ولسوالي  په تشکيل ٤٣ بابه ښوونځي ،يوه ليسه لري ولي د وروستيو ناخوالو له امله يي يواځي ٢١ ښوونځي فعال دي ،نوموړي ځايي اوسيدونكو  ته ژمنه ورکړه چي د ولايت مقام په ګډه همکاري به پاته ښوونځي هم ډير ژر فعال کړي او خلګو يي هم ږغ وکړ چې د معارف په برخه کي ددولت سره خپله همکاري ونه سپموي .
د اقتصاد ريس محمد رحيم رحيمي هم په معروف ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو پر وړاندي د ستونزي او د خپل رياست له اړخه د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړه .
د سولي شورا ريس حاجي عطامحمد احمدي د معروف ولسوالۍ پر اوسيدونکو باندي ږغ وکړ چي نور هم سره يو موټى شي او د دې ولسوالۍ هغه اوسيدونکي چې دا مهال د خپل دولت پر وړاندي په مخالفت کې ولاړ وي پخلا کړي او تر څنګ يي د نوي ولسوال څخه غوښتنه وکړه چي د سولي شورا لپاره د يادي ولسوالۍ استازي دوى ته معرفي کړي تر څو په معروف ولسوالۍ کې هم د سولي پروسه پيل شي.
د قومونو ،سرحدونو او قبايلو چارو ريس سيدجان زيار کښ د ځايي اوسيدونکو څخه وغوښتل چې  خپل اولادونه ورته معرفي تر څو ورته په مرکز کابل کې د زده کړو زمينه برابره کړي
همدارنګه وغونډي ته د کندهار د علماوو د اصلاحي ټولني مشر ملا تور جان او د کليو او پراختيا رياست استازي هم معلومات ورکړه .
د معروف ولسوالۍ لپاره نوى ټاکل شوى ولسوال حاجي توريالي وايي چي د خپل دندي لومړيتوبونه يي ديادي ولسوالي لپاره د معارف په برخه کې هڅه کول او تر څنګ يي د دې ولسوالۍ د قومونو تر منځ د پيوستون راوستل دي تر څو ټوله خلک له خپل دولت سره همکاره او تر څنګ به يي د محلي پوليسو جوړيدو ته هم لاره هواره شي. معروف ولسوالي د كندهار ښار ختيځ لوري ته په څه كم ۲۰۰ كيلومتري كې پرته ولسوالي ده چي اوسيدونكي يي د نورو ولسواليو د اوسيدونكو په شان جنګ ځپلي دي خو په دې ولسوالي كي كمو كارونو  دوى ناهيلي كړي دي