( د خپلواکۍ د ورځې په وياړ)
زموږ د کلي خلک دومره مغرور ، نازولي او په ځان مين ول چې په يوه لاس به يې کار کاوه او هر يوه به ويل چې بس همدا زه يم نو٠
يوه ورځ د يوه کليوال کوټه را ولوېده او هغه پخپله په يوه سر خټې لمدې کړې د کوټې درې دېوالونه يې ايله په يوه مياشت کې راجګ کړل په څلورم دېوال يې لا پيل نه و کړی چې معلم صيب له لارې پخپله راستون شو، مټې يې رابډوهلې او د کليوال سره يې په دواړو لاسونو څلورم دېوال او د کوټې چت په يوه ورځ کې را جوړ کړل ٠
کليوال ډېر خوشاله شو او معلم ته يې وويل : که ته نه وای نو ما به دا کوټه او چت پوره په څو مياشتو کې جوړولای ٠
معلم وويل : هو داځکه چې تا په يوه لاس کار کاوه او زه چې درسره شوم نو څو لاسونه شول او که کوم بل کليوال هم زموږ مرستې ته راغلی وای نو ډېر لاسونه به يوځای شوي وای ، بېشکه چې له يوه لاسه ټک نه خيږي ، د يوه لاس او ډېرو لاسونو کار ډېر توپير لري٠
که له لومړي سره ما او يا بل چا د مرستې لاس درکړی وای نو په دومره وخت کې مو ټول کلی جوړولای شو، اوس هم که يو بل ته لاسونه ورکړو ، کلی خو څه چې ان ټول هېواد ابادولای شوو٠
/ کامه