مبارک دي سه اختر!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51122
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2012-08-18

اې ارګمشره کوشنی اختر دې سه مبارک !
چې تر څنګ دي ناست دی شوخ میرویسک
مبارک دې سه چې فساد دي کړ له بیخه ورک
که ته نه وای دې ټپونو به کړي وای ګزک
نه پوهیږو آیا تهران دی ستا په ولکه کې؟!
نه چې وکړو ستا په امپراتوري کې شک
***
تهران غواړي ستا کلتور کړې شوړتک
کابل مقرروي په هرمقام کې دهغه لوبتک
هغو پرا نیستي دي دلته دتورو جنډو ورونه
پر اوږو وړی دخمیني انځور ستا مامورک
یویې ستاپه ژبې وهي مردارې ګوټې
بل یې په شیطنت ستاد کلتور کوي هتک
هلته ستا افغانان لکه پسونه الوی کیږي
دلته پر جادو نومونه ایږې د اخوندنک
هغوی ستا په لړمون کې وهي لاسونه
ستا له بامه نارې وهي د هغه چرچورک
دکفر تور کتابونه رالیږي ستا اولاد ته
کله پر تیلو او صادراتو بند وي سړک
لوی مارغانو ته دي ورکوي اخطارونه
ستا فېلمونه بند وي د هغوهر جرتک
افغان ماشومان نه پریږدي مدرسو ته
سنیان دهغو دلاسه سوي دي کنجلک
هلته د افغانانو لکه پوستین خاورې ټکوي
دلته یې پلویانو کوي له زور ه تلوترک
ستاځوانان ستاد وطن ضد پاروي
سر تړي په تور دسمال ستا سرماتک
هغوی اوس دلته دومره بې مخه سوي
لمن یې پورته کړې مالومیږي یې خښتک
ان که هغوی له خدایه وویریږي او کرارسي
ستاوزیران ورته وایي له ورایه شتک شتک
ځینې د هغو دو مره په دې خوشاله نه دي
لکه چې ستا وزیران ورته غورځي په جفتک
***
هغه کڅوڼې چې پورته کښته کېدې
اوهم د ا د نوروزد میلمستیا دی نمک
څوک ورته تر باڼو پورته کتلای نسي
زموږ د بزرګانو غیږ ده د هغو ناستک
دایران د څونانزکو نومونه درښیم
اسمعیل اورهین اوخلیلی مبار ک
غواړي مات کړی دا د قامونوچیني غوري
دیوالی په ټانګ ډزې کوي په چخ ماخي ټوپک
زموږ بې عقلان ډیر سوي دی له ډیره ناپامي
ستا ترچپنې لاندې دي دهغو د دنبورې خرک
***
څه ګټه لري اوس دفرمان پتنګ الوځول
تاریې شلوي په ښیښه یې تار یا چیلک
اوس په چکړ کې مه غورځوه ډبرې
په چټل به کړې خپل داختر نوی نورک
***
داوطن نه ودانیږي په پلاو خور لستوڼي
آباد وي یې هغه چې خواړه یې وي سوړسک
متل دی د بې عقله یو بد بل بد زېږوي
وطن پزې ته راغلئ ستا د پاچا وزیرک

په چکروو، میلو او خوبو ښه چاغ سوې
اوس دی رامخ ته کړ بل ورور ډنګرک
چې مور يې درخانۍ لوریې شاپیرۍ وي
بیا به خوري دا هیواد دشاپیرۍ کوړتک
تازيان چي هوسۍ وهي خولې یې وي توري
نه هغه چې په هر خبره يې خوله کوي زک
ستا د وقار مارغه وزرونه مات سوي
په ماتو ورزونو کله کیږي اوس پرپرک
ژربه دمچ جنگ د پک پر سر مالوم سي
روشانه ده دفرمان پایله لکه د لمر څرک
په واوره کې کله د پښو پل پټېږي
دا جاپاني متل دی دپاره د ځیرک
هغه چې یوازې دځان دبقا لپاره وي چوپ
ولس پیژني په نخودوکې پوستکي او کورک
داوطن سو دیتیمانو،مړه سوه ټوله مشران
په اختر کي پاتا وی دی لانده دی مخونه نازک
یوازې ستا په کورنۍ راغلی دی اختر
دمیرویس د افغانی کالو اوستا چپنه مبارک
شتک شتک(د څاروی دخاوند ږغ چې نر څاروی پرمادې وخیژی)،تندک ( توند خوی )، تاویتک( مردارخوار)، ،لوبتک ( ګوډاګی)،هتک ( بې عزتي)، نورک لباس، کوړتک ( لیټې)