په نغمو کې وير ، له هېواده مسافر او مهاجر شاعر او ليکوال ښاغلي حاجي محمد اسحاق امانزي د هغې شعري ټولګې نوم دی چې تازه په کندهار کې له چاپه راوتی٠
په نغمو کې وير (٣٠٠) مخونه او د شعر د بڼې له مخې څو بېلابېلې برخې لري٠
په نغمو کې وير باندې د پښتو موسيقۍ استاد او خوږ ژبي سندرغاړي ښاغلي عبدالرحمن رحماني، ځوان ليکوال او شاعر اجمل اټک يوسفزي ، د افغانستان د راډيو تلوېزيون پخوانۍ وتلې وياندې اغلې زرغونې عطا ژواک او پخپله شاعر امانزي ، ليکنې او تبصرې کړي دي ٠
د کتاب پر مخ او شا دواړو غاړو د ارغنداو په شنه ورشو کې د افغاني حماسو وياړلې مېرمن نازو انا د مقبرې او زيارت ښکلي انځورونه پسولل شوي دي٠
موږ دردمن شاعر ښاغلي امانزي ته د دغې دويمې ټولګې د چاپ مبارکي وايوو او د لا نورو پنځونو هيلې ترې لرو٠
په اوسلو کې د افغان ادبي ناستې په استازيتوب