پښتني قبيلې و پيژنئ ! ١١٦ برخه ( ماموند)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51165
ډاکټر لطيف ياد
دخبریدو نیټه : 2012-08-25

د پښتني شجرو پر بنسټ ماموند ښخي يا خوښي يا خاخي خيل پښتانه دي چې دتر کلا ڼيو پښتنو يو ښاخ ګڼل کيږي چې دسړبني پښتنو په ټولنيز ګروپ پورې اړه لري .
 ماموند په لو مړي سر کې په دوو مهمو ښا خو نو ويشل شوي دي:
١- لوى ماموند چې کاکازي هم ورته وايي .(١)
٢-واړه ماموند.
دماموندو لوى اکثريت د پښـتونخوا په باجوړ ايجنسۍ کې استو ګنه لري .ددوى ختيز ته سالارزي اوشمال ته يې دانګام ا وشمال لويديز خواته يې د شورټن او مرورې درې اولويديز ته يې چارمنگ او جنوب ته يې د ښار رياست پروت دى .لوى ما موند دماموندو دسيمې په جنوب ختيز او جنوب لويديز ته او واړه ما مونددماموندو په شمال او لويديز کې ميشته دي .په ختيز کې د لويو ما موندو او سالارزيو تر مينځ بريد لوند خوړ دى .(٢)
 دلويو ما موندو د خيلو نو نومونه دادي:مسعود خيل ،مغدو دخيل ،عمر خيل،يوسف خيل،سليمان خيل او خلوزي .
 دوړو ماموندو خيلونه دادي :بړوزي،اوريا زي او برم کازي .
دلويو ما موندو ځيني خيلونه د مرورې په دره کې هم استو ګنه لري. دوړو ما موندو ځيني خيلونه په شورټن،دانګام او دپيچ درې په وټه پور کې ميشته دي او برسيره پر دې د ما موندو ډير شمير کورونه د کونړ ولايت په سيمه کې هم پراته دي.
 واړه ماموند د سالارزيو نه وروسته دانگام ته راغلي دي .دوى د جنوب له خوا د څړ ځايونو په هڅه دګوريگا غرونو ته را وختل او دلته يې بانډې جوړې کړې. دمالدارۍ سره يې دگوريگا په دره کې ځمکې واخيستې او دلته ميشته شول.د گوريگا ما موند د ځمکوالۍ نه پرته رمې هم لري.په ما ماموندو کې اوبه لږې دي او زياتره ځمکې يې للمي دي .
 ١- په افغا نستان کې
دلويو ما موندو کلي دادي :
کاکازي يا لوی ما موند دافغا نستان دکو نړ ولايت په مرورې، شوړتن، بر کاڼي،دانګام او پيچ دره کې او سيږي٠
 
٢- په پښتو نخوا کې:
کاکا زي يا لوی ما موند د پښتو نخوا دباجوړ ايجنسۍ په غاښي، شبنتر،ذکي،کټوټ،ګيري،زري،ترخو،لغړۍ ،کالوزۍ،کږه، موخه او ميا نه کې او سيږي٠ همداراز په پېښوراو ايبټ اباد کې هم استو ګنه لري .
 ٣-په سهيلي پښتونخوا کې:
دسهيلي پښتونخوا په کو ئيټه او پښين کلي کاکازي کې .
٤-په پا کستان کې:
يو ډېر شمېر کاکازي دپا کستان په لا هور، کراچۍ، کشمير،جهيلم، بهلوال،سر ګودا، سيالکوټ،ديره غازي خان، چکوال،عيسی خيلو او مو سی خېلو کې استو ګنه لري٠
 ٥- په هندوستان کې:
په هندو ستان کې کا کا زي دپنجاب ايالت په ګورداس پور،بابل چاک، فيض الله چاک، ست کو ها، وزير چاک او دهاريوال کې استو ګنه لري.
 
دکاکا زيو دځينو مشهورو کسانو نو مو نه په لاندې ډول دي:
دپا کستان ډپټي اډيټور جنرال ريحان ملک ١-
بهادريارخان ٢-سياسي شخصيت
غلام احمد بلور ٣
منير احمد خان ٤
ډاکټر اشفاق احمد ٥-
جسټيس عبد الو حيد خان ٦-
٧-اسما جها نګير
٨-دپا کستان دکريکيټ ټيم پخوانی کپټان شعيب ملک
٩- ډاکټر رضوان ملک(٣)
دوړو ماموندو کلي دادي :
څپري،موضي،کگي،وړوکى خرکى،بانډه ،شاهي تنګى ،لوى خرکى،بدان،ډمه ډوله او ډبر .
د ماموندو ځمکې په عمو مي ډول غنم،اوربشي ،نسک او مشنگ کري ځکه چې للمي دي.د ماموندو هوا معتدله ده .په کو م ځاى کې چې د چينو اوبه شته نو هلته د شفتالو،توتانو او ما لټو باغونه هم شته.په با جوړ کې د ماموندو شمير٨٠٠٠٠ او دافغا نستان د کو نړ په ولايت کې ددوى شمير ١٨٣٩١ تنه ښودل شوي دي .(٤)
 ----------------------------------------------------
١- پښتانه ،تومړى ټوک،٧٣ مخ.
٢-دپښتنو ټولنيز –اقتصادي جوړښت ،٢٢٥ مخ .
٣-ويکيپيډيا، کاکا زي قبيله
٤-دپښتنو ټولنيز –اقتصادي جوړښت ٢٢٦ مخ .