دزکات پيسي په مسجدکښي مصرفول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51188
دارالافتاءعلامه ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-08-27

فتوي نمبر(۶۰۳).

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي: نصيرالدين/کابل/افغانستان.

محترم عاليقدراستاذ علامه ابوالفضل صاحب سلامونه درته وايم :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
الله جل جلاله دي وکړي چي روغ اوجوړ ياست اودژوندانه په دې حساسوشېبوکښي مو زندګي تردې حده په خير تېره کړې وي .
زماپوښتنه داده چي دامسئله خو موږ له علماوو اورېدلې ده چي
چي دزکات پيسې په مسجد کښي ناروا دئ ، اوس پوښتتنه داده چي ايا يوداسي لاره سته چي دزکات دروپو مصرفول په مسجد کښي روا سي؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
 محترمه دمسجد په بناکښي دزکات دپيسو دلګولو حيله داده چي دزکات پېسې راواخيستلي سي ويوه مسکين ته دتمليک په ډول ورکړې شي بيا دغه مسکين دغه پيسې دمسجددبنا دپاره وبخښي.

في ردالمحتار:«ص/۲۷۱/کتاب الزکاة : وحيلة التکفين بها التصدق بها علي فقير ثم هو يکفن فيکون الثواب لهما ، وکذافي تعمير المساجد».
والسلام ومن الله التوفيق.