وښځوته دليک ورزده کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51189
دارالافتاء علامه ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-08-27

فتوانمبر(۶۰۴)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي حکيم الله /جرمني.

دښځو تعلم اودارنګه دښځو دپاره دکتابت اوليک زده کولو حکم شرعا څنګه دئ ؟ ځکه له بعضي احاديثو څخه داسي فهميږي چي دښځو دپاره دکتابت اوليک زده کول روا نه دي.

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه وروره! دتعلم اودزدکړي په باره کښي دهغو شيانو خو چي دايمان اويادشرعي عمل په اعتبار ښځه ضرورت ورته لري هيڅ خبره نسته په دې کښي چي وښځي ته يې زده کول نه يوازي روابلکي فرض دۍ، اودنورو جائزو علومو زده کړه په دې شرط چي وشرعي فساداتو ته مفضي نه وي لکه بې حجابي او ياله نا محرمو سره اختلاط هم وښځو ته جائزدي.
اودکتابت اودليک په باب حديثونه مختلف راغلي دي : په يوه حديث کښي چي ابن مردويه اوبيهقي يې له حضرت عائشې (رضي الله تعالي عنها) څخه مرفوعا روايت کړئ دئ داسي راغلي دي چي تاسي وښځو ته کتابت اوليک مه ورزده کوئ .
اودابوداود اودحاکم په يوه حديث کښي بيادښځو لپاره دکتابت اودليک جواز اورواوالئ راغلئ دئ.
چونکه داحديثونه سره متعارض دي نوپه دې وجه ځينو علماوو کراهيت ته ترجيح ورکوي ؛«لانه محرم».
اوحديث داجازت دسلف تر ښځو يا تر امهات المؤمنين پوري خاص ګرځوي.
 دارنګه ملاعلي القاري هم په مرقات کښي داتوجيهات ذکرکړيدي.
مګر مولانا عبدالحي (رحمه الله تعالي) درواوالي وطرف ته ميلان کړئ دئ ؛ له دې وجي چي هغه حديثونه چي په هغو کښي نهي راغلې ده ضعيف دي اوځينو علماوو دهغو حديثو په راويانو کښي ضعفاء اووضاعين راايستلي دي.
نوله دې وجي به په حديث داجازت عمل کیږي.
سربېره پردې چي له ډېرو ښځو داکابرو ،او لويو لويو فقهاوو څخه ليکل ثابت دي.
دزيات معلومات دپاره : مجموعة الفتاوي/۱۰۷ تا۱۱۴، وګورۍ.
نو اصلي خبره داده چي دښځو لپاره ليک زده کول جائزدئ په دې شرط چي نور ناروا کارونه ورڅخه پيدانسي.

والسلام ومن الله التوفيق.