فتوانمبر(۶۰۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:الحاج محمد داود کاکړ/کندهار/افغانستان.
وټولو کارکونکو ته بالخصوص ومحتر م مولوي صاحب ته دزړه له کومي سلامونه وايم ، زماپوښتنه داده چي له صحابي سره (رحمه الله) اوياديوولي اويايوعالم له نوم سره (رضي الله عنه) ويل شرعا څنګه دئ.
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
:
امام نووي (رحمه الله) ويلي دي چي دعا د«رضي الله عنه ، رحم الله عليه» واصحابو ، تابعينو ، تبع تابعينو ، علماوو ، نيکانو اواولیاوو ته مستحب ده.
لکن په شرح دکنزالدقائق کښي چي کنوزالحقائق دئ راغلي دي چي ښه داسي دئ چي دصحابي له نامه سره د«رضي الله عنه» دعا وويله شي ، اودتابعي له نامه سره د(رحمه الله تعالی» دعا وويله شي ، اودنورو صلحاوو ، علماوو له نامه سره دي د«غفر له» دعاوويله شي .
اوکه صحابي دصحابي زوئ وو بيادي «رضی الله عنهما» وويل شي .
ددې خبري توثيق اوپخلی امام نوي په شرح کښي دمسلم هم کړئ دئ،
والسلام ومن الله التوفيق.