مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:سرور.
السلام عليکم.... مفتي صاحب :
حلال کسب په شريعت کښي پرڅو قسمه دئ؟
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
قدرمنه وروره! په شريعت کښي حلال کسب پردرې قسمه دئ:
(۱):فرض کسب دئ ، ، داهغه کسب دئ چي دده اودده دعيال ګذاره په کيږي .
ياپرده باندي پور باندي وي نودهغه داداکولو دپاره کسب کوي ، او يا دهغه چا نفقه په برابروي کوم چي دهغو نفقه پرده باندي فرض ده .په يوه حديث کښي له نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه روات دئ:«کفی بالمرء اثماان يحبس عمن يملک قوته».
(۲):مستحب کسب دئ ، داهغه کسب دئ چي يوڅوک دومره مال لري چي خپله اودعيال يې بس وي ، خوبياهم کسب کوي ددې لپاره چي مسکنيان خوشحاله کړي اوله قريبانوسره صله رحمي په وکړي.
(۳): دريم مباح کسب دئ ، داهغه کسب دي چي لپاره دډېروالي دمال اولپاره دپراخي پرعيال باندي وي ، خوپه دې شرط چي په دې کسب کښي به دده ودين ته هيڅ قسم تاوان نه رسيږي.اودفخراوغرورسبب ئې ونه ګرځوي،
[الموسوعة الکویتیة ص۲۳۵ج۳۴]
والسلام ومن الله التوفيق: