فتوانمبر(۶۱۰)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:عبدالحق/مسکاو
درونداوقدرمن استاذمولانا ابوالفضل صاحب هيله کوو چي جوړ اوروغ ياست ، الله جل جلاله دي دژوندانه په چارو کښي کاميابه لره.
يوسړي چي يوحلال کسب کوي نو په شريعت کښي ددې کسب لپاره کوم قسم اداب پکاراوضروردي؟
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
مشهور فقيه ابوالليث سمرقندي (رحمه الله) ويلي دي:
هرڅوک چي داغواړي چي دده کسب حلال وي نو دي بايد پنځه شيان په يادولري:
اول : داچي څه چي الله پاک پرده باندي فرض کړيوي نوهغه پرخپل وقت کوي ،دکسب له وجي دي هيڅ ځنډ او تاخير دالله جل جلاله په عبادت کښي نه کوي.
دوهم : داچي دالله جل جلاله مخلوق نه ازاروي.
دريم : داچي نيت به يې دمال جمع اودمال ډېروالئ نه وي ، بلکي نيت به يې دخپل ځان اوعيال له حراموڅخه پاک ساتل وي.
څلورم : داچي ځان به په کسب ترحد زيات نه مصروفه کوي.
پنځم : داچي داعقيده به لري چي رزق اوروزي دالله جل جلاله له طرفه ده ، کسب يې صرف سبب دئ.
تنبیه الغافلین ص کذافی الکویتیة].
والسلام ومن الله التوفيق.