فتوانمبر(۶۱۱)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي: ميرويس/افغانستان.
اول سلامونه ! پوښتنه مې داده چې خلک وایی د دوو اخترونو تر منځ واده او نکاح کول ښه او یا جایز نه دی ا و یا ښه شګون نه لري او یا ځینې وایي پس کوچني اختره اولی شل ورځې باک نه لري مهربا ني وکړئ ځواب یې خپور کړی
والسلام
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! دجاهليت په زمانه کي به خلګوددوواختروپه منځ کي خاص بیاپه شوال کي نکاح اوواده یونحسي کارباله اودارنګه اوس ځيني عوام خلګ دشوال په مياشت کښي اوددوواختروپه منځ کي نکاح نه کوی اوپه دې مياشت بدفالي کوي ، خو اسلام داسي نه وايي.
دامام مالک اودامام شافعي په مذهب دشوال په مياشت کښي نکاح کول سنت ده ؛ ځکه چي له عائشې (رضي الله عنها) څخه روايت دئ چي زه نبي عليه السلام دشوال په مياشت کښي په نکاح کړم اوبيايې دشوال په مياشت کښي راواده کړم.[اخرجه مسلم ،ج۲، رقم ۱۰۳۹ ط عيسي الحلبي]
اوداحنافو په نزد ددوو اخترو په منځ کښي نکاح جائز ده ، اوپه مختار قول کښي يې را ودول هم ددوو اخترو په منځ کښي جائزدي.
مواهب الجليل/۳/۴۰۸ ، وابن عابدين/۲/۲۶۲ ، ونهاية المحتاج وحاشيةالشبراملسي/۶/۱۸۲،۱۸۳.\
والسلام ومن الله التوفيق.