څلور لارې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51365
اجمل اټک يوسفزی/ ناروې
دخبریدو نیټه : 2012-09-09

يوازې  همدا څلور  ول  چې د ژوند په نيمه  لار پاتې  شول ، ګنې ډېر خلک نور هم  ول که  تور  و  که  سپين  و  ټول راټول  شول  او د يوه  مشر  پسې  روان  شول ، منزل  ته ورسېدل  او هر  يو  يې  د هوسا ژوند خاوند  شو٠
يوازې همدا  څلور  تنه  سرتنبه   انسانان  د ژوند له  ډلې  ووتل  او له کاروانه   بيل  شول٠
دوی  ويل :  موږ  په  چا  پسې  نه  ځوو ٠
يو  يې  دې  درې  تنو نورو  ته  وويل  : ګوره  موږ  ټول  پوهيږو چې  لار  اوږده  او  منزل  ډېر  لرې  دی  په يو کس  او يو  سر  نه لنډيږي   ځنګلونه دي ، دښتې ، غرونه ، کمرونه دي ،پېچومي  دي ، ځناور دي  او رنګارنګ  بلاګانې راځئ   درېواړه  لاسونه  سره  ورکړئ  او  زما  پسې  شئ بې کوتکه  او بې  ټوپکه  به  مو  اتفاق منزل  ته ورورسوي .
درېواړو  نه  نه  وويل  نه په تا پسې  خو  بېخي  نه  درځو٠
دويم وويل:  هو  پوهېږم  چې  که  په ډله  او  لاس  په لاس  ولاړ  نه   شوو  نو د  ګيدړانو  او د  لېوانو  د خوراک به شوو، نو راځئ   زه  به  مخکې  شم  او  تاسې  درې  راپسې  شئ٠
ټولو بيا  سرونه  وښورول   نه ستا مشري  هم  نه منو٠
دريم  وويل : چې په  خطر  دومره  پوهېږئ   نو راځئ  زماپسې   شئ  چې  بېړۍ   مو  د ژوندون  ساحل  ته پورې باسم  ګنې  د ځانځانۍ  ښامار  به  مو  وخوري٠
ټولو بيا پښې په يوه  موزه کې کړې  نه  نه  نه  ، يو وويل  راځئ  دوه  دوه  به  يوځای  شو٠ 
نه  نه  زه  د بل  چا  پسې  نه ځم،  هره  يو  فقط  همدا  ويل٠ لنډه  دا چې  تر پايه سره جوړ او  يوه خوله  نه شول   څلور  واړه  پر څلورو  لارو  ولاړ ل  او هر يو خپل  لاسونه  پخپله وتړل، خلکو دنيا  وخوړه  او دا  څلور لا  ورک  دي  خدايزده  چې  چېرې  به شرمخانو، ګيدړانو او کارغانو  خوړلي  وي ٠