دافغانستان ددولت کاروان چيري روان دی؟ او . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5139
ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني
دخبریدو نیټه : 2006-01-15

د لومړي مخ په ادامه . . .ډاکټر ظاهر حاذق - جرمني

 دمعاشونو جګول انفلاسون زیاته وي ، ځکه که چیري نن ورځ معاشونه یوفیصد زیاتیږي، په مقابل کي يي سبا دشیانوقیمتونه دوچنده او څوچنده زیاتیږی. پدي ډول هم مامورینوته اوهم ولس ته لوی تاوان رسیږي یاني د ژوند دسطحي دپورته کېدو پرځای هغه را کښته کیږي. د طالیبانو او توپکسالارانو د واکداري وختونه يي ښکاره بیلګي دي چي افغانۍ خپل ارزښټ بیخي دلاسه ورکړی وو اوپه آخرو ورځوکي اتیازره افغانیو یوازي یو امریکایي ډالرقیمت در لودی. ۲ - د خلکودژوندد سطحي د لوړیدو لپاره باید داسي تدابیر ونیول سي چي وکولای سي د عرضي او تقاضا توازن برابر او خلکوته د کار امکانات پیداکړي اوهم د ضروري قوانینود ژر جوړولو دلاري نه دخلکو په ورځني کارونو، راکړه ورکړ کي آسانتیا، روانتیا اوچټکوالي راولي (په تېرو څلورو کلونو کي باید ټول ضروري قوانین جوړ او یا اقلاً مسوده سوي وای، خوداکار هم د بده مرغه تر سره نسو. اوس چي پارلمان جوړسو، د هر قانون په جوړیدو او تېریدو باندي ډېر وخت ضایع کیږي) . بیله دضروري قوانینو دموجودیت نه کارونه سمه وده نسي کولای او د ډېرو خنډونوسره مخامخ کیږي . ۳ - په افغانستان کي اوس په کافي اندازه پانګه سته چي ډېره يي د نشیي موادو د قاچاقبرانو او توپکسالارانو په لاس کېده، هغه مړه سرمایه ده ، دهغي نه دسود، سلم او په احتکاري ډول د املاکو په برخه کي لکه ځمکه، باغ، دوکانو او تعمیرونو کي کار اخستل کیږي اود انفلاسون دزیاتېدو سبب گرځيدلی ده اوخلک يي د ډېرو ستونزو سره مخامخ کړیدي. دیوقانون په چوکات کي باید ددی کارمخنوي وسي او پرځای يي ملي تجارانو ته سمه لارښودنه وسي او هڅول سي چي شرکتونه جوړ کړي او وکولای سي چي د افغانانو داړتیا وړ کارخاني پکار واچوي. ددی لاري نه ډېرو افغانانو ته کار پېداکیږي او کرار کرار دخواراکي او مصرفي شیانو د واریدیدو حجم کمیږي، د داخلي خامو مواد و دصادریدو پرځای بايد دهغوی نه بشپړ سوي شیان د داخلي او خارجي مارکیټونو لپاره جوړسي. ۴ - افغانستان څنګه چي یو زراعتي هیواد دی، کرهني او د اوبو ذخیرو ته باید ډېره زیاته پاملرنه وسي، بزگرانو ته اصلاحي تخمونه اوپه ښه شرایطو قرضي ورکړل سي چي خپلي اړتیاوي په پوره کړي او دسود خورو د کړیو نه خلاص سي او د بدیلو یا الترناتیپو شیانو په رواجولوکي د صناعتي هیوادونو په مر سته سره ملاتړ او لارښودنه وسي چي پداخلي او خارجي مارکیټونوکي ښه قیمت ولري، لکه پنبه دپخواپشان، زاعفران، توره زیره، ګلان د اروپايي مارکیټونو لپاره او داسي نور ډېرشیان. ۵ - نشیي مواد لکه چرس او اپین و افغانانوته د سیاسي نظره یولوی درد سر او د اقتصادي ودی په مخکي یو لوی خنډگرځېدلي دي . د افغانستان حکومت اوهم نړیوال حکموتونه تر اوسه پوري پدي لاره کي پاته راغلي دي چي دلویو داخلي او خارجي قاچاقبرانو مخه ونیسي، ټول زور يي پر بزگرانودی، کوم چي د اوبو د کموالي ، قرضداريو، سود او سلم د کبله بله چاره نه نلري. دا کار هم غیر عادلانه او هم غیر منطقي دی، ددی کبله يي موثریت هم کم دی. زه پخپله د هر ډول نشیي موادو که دخانیات دي او که مسکرات دي مخالف یم، ځکه روغتیا ته د هغوی ضرر ثابت دی او په اسلام کي هم ددی کبله منع سویدي. خوزه د صناعتي هیوادونو د چارواکو منطق ته نه پوهیږم چي ځینو نشيي مواد لکه شرابو او سگریټو ته اجازه ور کوي چي ضرر يي دروغتیا لپاره د چرسو او اپینوپه پر تله ډېر زیات دی ( دملگروملتونود روغتایي موسسي دمعلوماتود مخي په نړۍ کي هر کال ۴ ملیونه انسانان د شرابو او ۵ ملیونه هم دسگریټو د کبله خپل ژوند د لاسه ور کوي) ، خو چرسو، اپینو او ځینو نورو ته بیا اجازه نه ور کوي . علت ددی کار څه دی؟؟؟ جواب یي ساده او آسانه دی : اول کوم نشیي مواد چي د صناعتي هیوادونو دلویو سرمایدارانوپه کنترول کي نه دي لکه چرس، اپین او نور هغه منع دي، ځکه هغوی ته يي ډېره ګټه نه رسیږي، دوهم ډېر چارواکي پخپله په شرابو او سگریټو اخته دي او دلویوسرمایدارانو د دیکتات له مخي کار کوي، د وجداني مشکلاتو دکبله د سالم قضاوت په برخه کي ستونزي لري، دریم زور واکي دولتونه د نشیي موادونه دیوي وسلي او وسیلي کار اخلي چي د افغانستان او د دریمي نړۍ دولتونه ترفشار لاندي وساتي او پداخلي چارو کي د لاس وهني موقع ترلاسه کړي. دحل لاره يي په اوسنیو ضیقو شرایطو کي زما له اند نه داده چي زه يي د ډېره وخته راهسي پلوي کوم او پدي ورستیو وختونو کي یوي خارجي موسسي هم یو داسي یو وړاندیز کړی وو چي د چرسو او اپینو کښت ته دي قانوني اجازه ور کړل سي. :خو ددی شرایطو د مخي اول - د چرسو او اپینو د کښت اجازه باید یوازي کچنیو دهقانانو ته ور کړل سي، دوهم - کښت او حاصیلات باید مستقیماً ددولت تر کنترول لاندي وي او راساً پرکمپنیو وپرولل سي، دریم - دولت باید دصناعتي هیوادونو د چارواکو او د دوا جوړولو د کمپنیو مالکانو سره په تفاهم اود یو قرار داد له مخي د هغوی د ضرورت په اندازه چرس او اپین ور کړي اوکه د کمپنیو د ضرورت نه زیاتیږي، هغه دي وسوځلول سي او مصرف دي و دهقانانو ته صناعتي هیوادو نه ور کړي. دامصرف نسبت ونورو امنیتي تدابیرو اود هغه ضرر ته ډېر کم دی او که کمپني په سم قیمت هغه را نیسي شاید نورو مصارفو ته ضرورت هم پاته نسي. دا حقیقت و ډېرو ته معلوم دی چي چرس او اپین د واړه د مسکینو دوا وو په جوړیدو کي دوي ډېري مهمي مادي دي، په تېره بیاد چرسو بوټی د پمبي د بوټی غوندي یو ډېر صنعتي بوټی هم دی چي ډول، ډول ټکران ځني جوړیددای سي، او دفضله موادو نه يي طبعي سره جوړیدای سي او یا د سونګ د موادو کار ځني اخستل کېدای سی. دچرسو بوټی په صنعت کي اصلاً د اپینو ډېر ښه بدیل کېدای هم سي. د اروپايي ټولنې ځني هیوادونه د چرسود بوټی د کښت لپاره خپلو دهقانانو ته سبستي هم ور کوي. څلورم - د غیر قانوني نشیي موادو دتولید اومصرف سره اوپه تېره بیا د داخلي او خارجي قاچاقبرانو سره په مو ثره ډول مبارزه وسي لکه چي پورته د امنیت په اړه توضحات ور کړل سول. ۶ - د اقتصادي چټکي ودي، دهیواد دصناعتي کېدو او د ژوند د اسانتیاو لپاره و انرژي ته ډېره اړتیا ده، د نفتو، غازو او د ډبري د سکرو ذخیري په افغانستان کي دومره ندي چي د ډېري مودي لپاره کفایت وکړي، اوهمداسي د ا ذخیري د نړۍ په سطحه هم په درو ، څلورو لسیزو کي مخ پر خلاصیدو دي اوقیمتونه يي هم ورځ په ورځ لوړیږي، د افغانو زور نه په رسیږي. معقوله دحل لاره يي اوږد مهال تدابیر دي لکه د اوبو، لمر، باد اود طبعي غاز انرژي چي د فضله موادو نه لاس ته راځي. دافغانستان رودونه او ویالي اکثره مساعدي دي چي ورځني برق تر لاسه سي. اوس ډېر کوچني توربینونه هم سته چي د کوچنیو ویالو د او بو نه هم برق تر لاسه کېدای سي چي دڅو کورونو او یایو کلي دبرق اړتیا ور پوره کړي، زما دمعلوماتو له مخي د لغمان په ولایت او ځینو نورو سیمو کي خلک دهغوی نه څه نا څه کار اخلي. د فني لار ښودنو او پوره پاملرني دلاري دا توربینونه ارزانه تر لاسه کېدای سي چي ډېر افغانان ورځني ګټه تر لاسه کړي. د اوبو ذخیري باید داسي جوړي سي چي هم د برق کار ور کړي اوهم پخپله ځان پاک کړل سي. د لمر د انرژي لپاره د ا فغانستان شرایط ډېر مساعد ي چي هم برق تولېد کړي اوهم دپخلي، گرمو اوبو او مرکزگرمۍ کار ځني واخستل ستی. دبرق لپاره د لمر ښیښو یا کولکتورونوته ضرورت دی، ځني نموني یي افغانانو د دوبی نه را وړي دي. په هغوي باندي هغه وخت د افغانانو وسه رسیږي چي هغه په هیواد کي تو لید کړل سي او یا اقلاً مونتاژ يي په افغانستان کي وسي . دا کار باید یا دولت پر غاړه واخلي او یا څو شرکتونه و هغه ته وهڅول سي او یا په دواړو داکارتر سره کړي چي په لویه پیمانه د لمر ښیښي جوړي کړي اوپر خلکوباندي يي په مناسب قیمت او قست خرڅي کړي. د پخلي د دیګدانو او گرمو اوبو کار ډېر اسانه دی، وروسته د دو درو ورځو د کورس نه عادي نجاران او فلیزکاران هم هغه جوړه ولای سي . یوازي ددی لاری نه و ډېرو خلکو ته کار پیدا کیږي،د پخلي کار ډېر اسانه کیږي، دسونګ دموادو پیسي سړی ته سپما کیږي او دچاپریال او هوا په پاکي ډېره مرسته کوي. لنډه داچي د الترناتپ انرژي ګټي ډېري دي ، هغه نه يواځي د ژوندپه ډېرو کارونو او کرهنه کي اسانتیاوي راولي اوهمداسي د چاپریال د پاره ډېره ګټوره تمامیږي . خبره دا ده چي مسئولو چارواکو ولي هغی ته تر اوسه پوري پوره پاملرنه نده کړی او یا يي نه کوي ؟؟؟ دولت او مطبوعات باید ددی انرژي په ګټو خلک خبر کړي او سر د اوس نه ورته ډېر تبلیغات ور کړي. دلمر د انرژي تخنیک په جاپان او المان کي ډېر پر مخ تللي دي او په چین کي هم اوس ورته پاملرنه سویده باید دګډکار لپاره ور سره خبري وسي. ۷ - نړیوالي مرستي باید په سالم ډول وکارل سي، ددی کار لپاره بايد دولت اول پخپل ځان کي دکار ظرفیت، اهلیت او اعتبار پیداکړي اود مرسته کونکو هیوادونه سره په تفاهم لنډ مهاله او اوږد مهاله اساسي اقتصادي پلانونه جوړ کړي. د انجوګانو سره دښمني کومه ګټه نه رسوي، تاوان يي زیات دی، دمرسته کونکوهیوادونو د پالیسي نه د بي خبري او دملي ګټو سره د بي پروایي مانا لري. ۸ - د کارونو د ډېري چټکتیا، اسانتیا او سپما لپاره ډېره اړینه ده چي په دولتي دایروکي کارونه کمپوټري سي، کوم چي ډېر يي تر اوسه پوري په لاس او زاړه سستم سره تر سره کيږي او ډېر وخت ضایع کوي، د بیلګي په توګه که یو سړی د یو کور یادوکان د سودا کوي اویا د کوم دولتي مقام سره كومه معامله كوي، باید پر شلو دفترونو وگرځي او دهغوی نه سند تر لاسه کړي چي پر دی ملک نور څوک دعوی نلري او یا داسړی قرضداره ندی اویا کوم جرم نلری. دداسي یوعادي کار د خلاصیدو لپاره باید سړی اوس هفتي او میاشتي ضایع کړي او وروسته له ډېر رشوت ورکولو نه هغه سرته رسیږي، که چیري ددې کارو لپاره د ولایتونواو هيواد په سطحه یو کمپیوټري مرکز یا دفتر جوړ سي، نوبیا دا سي معلومات په دو درو دقیقو کي تر لاسه کېدای سي، دخلکو وخت به ډېر نه ضایع کیږي اوهم به پداسي کارونو کي د رشوت اخستلو امکانات ډېر کم سي، خو د رشوت سره د مبارزي موثري لاري نوري دي،که څوک يي وغواړي. ددی ګټو اواسانتیاوو له څنګه کمپیوټر یا کمپیوټري پروګرامونه نوري هم ډېري ګټي لري او افغاني ځوانان اوانجوني اوس په ډېره مینه سره د کمپیوټر او انگلیسي ژبي په زده کړه بوخت دي، دولت ته پکاره ده چي ددغو ځوانانو نه هم په دوایرو کي کار واخلي او هم هغوی ته مسلکي زدکړه د کمپیوټر دپروگرامونو په برخه کي ور کړي او د یومسلکي با تجربه گروپ لخوا ورته دوامداره لارښودنه وسي چي کمپیوټري پروگرامونه هم دافغانانود ضرورت لپاره او هم د تجارت لپاره جوړ کړي. ددی لاري نه هم ډېرو افغانانو ته کار پیداکیږي او هم یوه ورځ یو مهم صادراتي قلم جوړه ولای سي لکه هند چي په کال کي د سلګونو ملیونو ډالرو عاید د کمپیوټرد پروگرامونو د خرڅلاو د لاري نه تر لا سه کوي. دا حقیقت باید همیشه په پام کي ولرو، امریکا او صناعتي هیوادو نونه چي د آزاد بازار او دموکراسي سیستمونه د دریمي نړۍ هیوادو نوته د یو مذهب غوندي تبلیغوی او دیکتي کوي، خو په عمل کي هغوی پخپله د دی سیستمونو د اصولو نه سرغړونه كوي، خپل بازارونو دپر مختللو هیوادو نو پرمخه تړي یا لوړه مالیه او محصول پر لگوي یا يوازي يوه محدوده آندازه مالونه پریږدي، خپل دهقانان او کمپنی د آزادي سیالي نه دلوړو سبستیو، امتیازاتو او بندیزونو دلاري ساتي او په مقابل کي بیا پر مختللو هیوادو نو فشار اچوی چي خپلي دروازي د صناعتي هیوادونو دمالونو پرمخ همیشه خلاصي وساتي، محصول کم کړي اود خپلو کروندګرو او کمپنیو سره سبستي مر سته ونکړي اوهمداسي د ډېړو غریبوخلکو سره چي بله هغه هیڅ چاره نلري. پولي او اسعاري سیستم يي یوطرفه، احتکاري، انحصاري اویو ډېر غیرعادلانه سیستم دی او هر کال د دی لاری نه و وروسته پاته هیوادونو ته په ملیاردونو ډالره تاوان رسیږي او د ودي مخه يي نیسي. دا او نوري ډېري وسیلي چي صناعتي هیوادونه يي د روسته پاته هیوادونو پرضد کاره وي ، دآزاد بازار داصولو سره مغایریت لري. که چیري سړی دا اصل په نظر کي و نیسي چي سیالي با یدد همسویه کمپنیوترمنځ وسي، یاني کچني کسب کاران او کمپني پخپل منځ کي ، میانځنۍ او لوی کمپني هره ډله و ځانته سره سیالي وکړي، لا نوره هم ډېره بي عدالتي څرګندیږي . خو صناعتي هیوادو نه د زور، دیکتات او چاچلندیو نه کار اخلي، نړیوال بانک په تیره بیا نړیوال صندوق د هغوی د نوي استثمار آلي دي. افغانستان او نورو وروسته پاته هیوادونو ته ډېره نرۍ لاره پاته کیږي چي د هغی نه په ډېر مهارت او احتیاط سره دخپلو ملي ګټو لپاره کار واخلي. د موکراسۍ داستان هم د آزاد بازار داستان ته ورته دی. اول یوه واقعي دموکراسي د نړۍ په هیڅ یو هیواد کي نسته، هغه يو نسبي حالت او پروسه ده او د اقتصادي او سیاسي شرایطو تابع ده . په غربي هیوادونو کي چي د ژوند اقتصادي سطحه لوړه ده، د دموکراسي معیارونه یو څه زیات په پام کي نیول کیږي، خود سپتمبر دواقعي نه وروسته او د لویو سرمایدارانو لخوا په لویو ګامونوسره د دیکتاتوری او بي عدالتي خواته راوانه ده، په افغانستان او د دریمي نړۍ په هیوادونو کي د دموکراسي يوازي نوم پاته دی، د فغانستان آخري پارلماني ټاکني يي یوه ښکاره بیلګه ده چي جعلي ترین او کاذبي ترین انتخابات وه. ددی پارلمان او ددی دموکراسۍ نه به ولس څه انتظار ولري او څه ګټه ورته لري؟؟؟ په یو هیوادکي چي دجنګ بیړني حالت روان وي او هلته هر څه د بیګانه ځواکونو په کنترول وي او دهغوی ددیکتات له مخي کار کیږي، هلته ټولټاکني او دموکراسي هسي د زو رولو دغولولو لوبي دي، د ولس لپاره کوم مفهوم او ګټه نلري. په اوسنۍ نړۍ کي موږ ددی شاهدان یو چي ډېر وختونه د انتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو تر منځ توپیریو مشکل کار دی، ځکه اول ټوله د دموکراسي دعوی لري ، دوهم دواړي ډلي د بشری حقوقونو اود دموکراسي د اصولو پرا نلري، په افغانستان او عراق کي د امریکا فوځیانو دجنایت او دروسي فوځیانو د جنایت سره په افغانستان او چیچنیاکي چندان توپیرنلري او هم يي په اهدافو کي کوم توپیر نه لېدل کیږي، هغه استثماري، استعماري او امپریالستي دي، حتاپه الفاظو اوعمل کي هم چندان توپیر نسته. نتیجه دا چي نن ورځ د ا نتخابي او غیر انتخابي دیکتاتورانو ترمنځ چندان توپیر نسته ، خبره د زور او زرو ده ، څوک چي هغه لري، حق هم لري او څوک چي هغه نلري، حق هم نلری او پر ناحقه دی. حقیقت د بده مرغه دومره ساده دی ، خوهغومره درد ونکۍ دی. یوسړی اویا یوحکومت یوازي په ټاکلو سره دموکرات کېدای نسي ، کوم چي نن ورځ په عامه ډول انتخابات يوازي دموکراسي ګڼل کیږي. دموکراسي وځانته نور ډېر اصول او شرایط لري اوباید په رښتیني ډول دبنسټیزو او بشري حقونو درناوی پکښي وسي. پرته لدینه دموکراسي او ټولټاکني کوم مفهوم نلری، هغه د زوره ورو او تقلب کارانو د غولولو یوه آله گرځي. د افغانانو اود نړۍ د ډېرو انسانانو مشکل د همدی ځایه را شروع کیږي چي نه په افغانستان او نه په نړۍ کي یوه واقعي دموکراسي سته. خو په هیله يي باید اوسو خپلي هلي ځلي بایدپر دی لاري کي جاري وساتوچي یوه ورځ دخدای پاک په مرسته ديوي واقعیي ولسواکۍ یا دموکراسۍ خاوندان سو. دافغان ولس دیوالي، بري اوسوکالۍ په هیله .