مرګیه مه راځه لږ وار وکه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51418

دخبریدو نیټه : 2012-09-11

 

د نن یادښت:
د سهار له چای څښلو وروسته مې موسیقي اوریدو ته شوق راغی، سندره مې چالان کړه، ځوانیمرګه غزاله جاوید وه.
هغه، لکه چې له خپله مرګه خبره وه،مرګ تریخ دی. شیبه په شیبه یې همدا ویل:
مرګیه مه راځه ،لږ وار وکه    لا مې ځواني ده انتظار وکه
خو د هغې دعا هم لکه د نورو پښتنو په څېر قبوله نشوه او په ځوانۍ  کې خاورو ته لاړه.
غزاله جاوید،هماغه شان مرګ ته  په عذر او زاریو وه، چې د ماشومې د ژړا غږ شو، ژړا اوږده شوه.
له خونې بیرون را ووتم، کورته مو یوه کونړۍ وړه ګاونډۍ راغلې وه، دهغې په غیږ کې یوه کوچینۍ ماشومه وه.
د ماشومې په غوښنو اننګیو داسې تیزې اوښکې را روانې وي، ما ویل که اوار یې کړل.
ماشومه ضد اخیستې وه او په یوه چیغه وه.
نجلۍ به یوځای ته ګوته ونیوله او بیا به یې ورته ویل: هغه ده پلار دې راغی.
ماشومه به لږ غلې شوه، سترګې به یې وغړولې خو چې څوک به یې تر سترګو نشو، بیا به یې ژړا ته کش ورکړ.
ګاونډۍ ته مې ویل: دا څوک ده او ولې ورته دروغ وایې؟
هغې ځواب راکړ: د ماما لور مې ده،مونږ کره میلمانه راغلي، ماما مې یو نیم کال که دوه کاله وړاندې شهید شو. هغه جلال اباد میا عمر لیسې څنګ ته چې بم والوت.
نجلۍ خبره اوږده کړه:
چې کله یې جنازه له کوره وړله نو دې ژړلې، خو مور یې ورته ویل چې پلار دې بیرته راځي او چې رانغی نو دې هم ضد واخیست. او دا دی اوس هم  کله – کله همداسې ژاړي.
ګاونډۍ لګیا وه، وړې نجلۍ هم هماغه شان چیغې وهلې او له لپ ټاپه هم همدا غږ اوریدل کیده:
مرګیه مه راځه لږ وار وکړه.....


محمد نعمان دوست، جلال اباد
د وږي ۲۱مه،۱۳۹۱