ټاپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51441
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-09-13

ښار ته سوداګر  راغلو او هر چا ته به  يې  د سودا تر څنګ  يوه  کوچنۍ  شانتې  ټاپه  هم  غلې  غوندې  وړيا ورکړه او چا  چې  به  ترې  پوښتنه  وکړه چې  په  دې  ټاپې  څه  وکړم  ؟
سوداګر  به  مسکی شو تر سترګو  لاندې  به يې  يخوا  ديخوا  وليدل  او  په  ارامه  به يې وويل :  زوروره  دا ډېر د کار  شی  دی , ستاسو خو دسيالۍ ,  توربورولۍ او  تربګنۍ   ژوند  دی   دا  واخله  او هر څوک  چې دې  نه خوښېده  بس  پرې  لګوه  يې او بيا نو  ورته  ګوره چې   د سترګو  په رپ کې څنګه  ورکېږي٠
پر يوه  ټاپه  حلال  او پر  بلې  حرام   ليکل  شوي ول ٠
همدا سوداګر  پخوا څو  وارې  د ټوپک او تورې  سره راغلی و چې خلک  ولوټي  خو هر ځل  به ناهيلی  غاښ  ماتی او سرماتی  ايله په  تېښته  بريالی  شو٠ خو  داځل  يې  ټيک په لمده  شو د مشتريانو  زړونه  يې  په  مينه خپل  کړل او د خير  پر  غونډۍ  کښېناست٠
مشتريانو  ټاپې  را واخيستې  او پر يو بل  يې ولګولې ، چا  معلم  غرغره  کړ چا عالم ، چا له عسکره  سر پرې کړ  چا  له  نوکره ، چا د  شاګرد  وينه  څښکله  چا  د طالب،  چا  ملک   ويشته  چا  خان ، چا ماشوم هلک  سنګسار کړ چا  نابالغه  انجلۍ ، چا د مامور  مخ   تور  کړو  چا  د ډاکتر ، چا ښوونځی  سوځاوه  او چا مدرسه  او پوهنځی ، چا  مسجد په وينو سور کړ  چا  سينما  او چا٠٠٠٠٠٠٠٠٠ د سوداګر مقصد پوره  شو ټول اولس  يې  د خوږو  شهدو  پر زهرو  ولړلو  هيڅوک  بې مرګه  او بې ټاپې  پاتې  نه  شو٠