د استاد نجیب الله هوتکي خواله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51585
استاد نجيب الله هوتکي
دخبریدو نیټه : 2012-09-24

ګران بختيار صا حب ! سلام مي ومنه ستاسي روغتيا او خوشحالي را ته د سا په شانې د ځا ن ، سا ايسې ، هم مو دلته او هم مو هلته، د خداى په درنښت درا نه غواړم
ګر انه ! ستاسي او ستاسي د راډيو دټولو ارا کينو دخدمتونو، صادق خدمت دۍ چه د ارا کوزيا را ډېو يي، د هر افغا ن د ضمير په جما ت کي، ددوى د ار ما نو نو په اما مت ، لکه امام درولې
هو، همداسي ده ددي له پا ره چه ستاسي قيمتي وخت مي داوسني جا برا نواو سيا ستوالو په څير په زور او په دوکه نه وې ، تروښلۍ، نو تر هغه دمخه ديوه سوالګر سا يل په څير ستاسي درشل ته په سوال دريږم او له تاسي د خپلي هيلي د خيرات د اخيستو په هيله کچکول په څنګ دريږم او دا شاني د خيرا ت ، خيرات غواړم چه:
دګردې ميز پروګرام موږ ته په زړه پوري دۍ خو د اثرا تو اثر به يي هغه وخت په جادو او کوډو بدل سي چه بيطرفه ، زړه سوانده او خداى پاري خلګ يي د ميلمنو په نوم ميلما نه راسي بيا به يي د خبرو هر خبر د چا د اجازي پرته لکه وحيي د هر چا زړه ته په ننوتو ننوزي
هغه و خت به بيا د ډبرو په شان سخت زړونه په واقعې او زړه سوا ندو زړونو بد ليږي
هلته به بيا هر موسـا په موسا او هر ها مان به ها ما ن معلوم شي او هلته به بيا د يعقوب داولادي په څيربه، دغه يوه او بل ته په جنګ ولاړ،لاس تر غاړه يوه او بل ته د يوسف په شان يوسف ، يوسف وګرځي
هو ، ستاسو يي کور ودان تا سو خلګ د تودو خبرو و تودو ته راغواړۍ خو ډير پکښي هغه خلګ دي چه د حالا تو پدي سره تنا ره کي يوازي او يوازي د خپلي ډوډۍ پخيدل غوا ړې او ددي پخ سوي ډوډۍ په خوراک دروسې ټکټرا نو په څير ټکټر ، ټکټر شکاريږي له غاړي تر بجلکو په نسونو نو بدل دي او جيبو نه يي دګدا مونو غوندي هر څه په ځا ن ننباسي نه يي وچ نه يي لندو ته ګوري اد دلوټولو او ټولولو پدي محشر کي يي د قرا بت په نوم قريبا ن د خپل ځا ن په حفا ظت شل دوړاند ي او شل تر شا په حفا ظت ګمارلي
هو،دوى ديوه طرف په وهلو د پکتيا غرونه له ډانګونو خلاص کړه خو هغه بل طرف ته په څه ويلو يي ژبه په بيخ کي پري ده او دنوم په اخيستو يي هم ايمان د ژړي غوا سي
هو ، داحسا سا تو دغه بيځايه حساس دي نور د خپلو احسا سا تي اسونو را کښته سي کنه ، نو د اسونو به يي پښي او ددوى به مغزي ما تيږي
هو . پرون يي هم موږ د احسا سا تو په نوم د حساسو لمبو د خوراک ، خوراک کړو نه مو سکاره اونه مو ايري چا ته د نښا ني په نښا نه پا ته سوي
په خواري لوى خو تر وخت دمخه او بيځايه ولاړو
هو ، په دوى کي داسي ډير څوک دي چه ديوې تنخواه په تنخواه هم ځان هم موږ او هم وطن خرڅوي
هو دوى هغه څوک دي چه ورځ تر بلي يي هم هډو کي او هم نسونه غټيږي
دوى هغه څوک دي چه پرون يي نه دکور ، نه د پټې او نه هم د نوو کاليو درک وه خو نن يي د کورونو ، باغونو او موټرانو و حساب ته ميرزا يان کښينولي
هو ، د کارونو په هغه کار اخته دۍ چه څوک يي په ويلو شرميږي خو دۍ يي په کولو له خلګو د شا با سي په دودد د تا ئيد چکچکي په زور غواړي
هو ، بختيار صاحب! دا د پرون د ډنګرو او دنن د پړسيدلو څخه د پو ښتني دا پوښتنه وکړه چه زموږ د هډوکو له پا سه پرتي غوښي چا وخوړي؟
هو، ددوى پر هډوکو نوري غوښي شني کيږي خو زموږ له هډوکو غوښي توئيږي ، ددوى هډوکي پنډيږي او زموږ د ه په ما تيدو، ما تيږي دوى ته قصرونه ،په دريدو دريږي او موږ ته له پلرونو را پا ته کنډو ، کنډو کلا ګا ني په رڼوستر ګو زموږ په قبرو نو بد ليږې
هوکي ،زموږ د ذهنونو د سياست ،سيا سي طا لبا ن اوس هم لار ورکي او پر يوه او بله خوا تللي ښکاري خوددي جنا با نو دخبرو په اوريدو نور هم د افغا ني مها جرو په څير په پا شل کيدو پا شل کيږي
هو ، پدوى کي د شريرو لا سونو څه داسي شريرلا سونه لاس ، لاس موجود دي چه ددي بيو سه اولس څه بيو سا ن يي د پښتون څه د تاجک څه د هزاره څه د ازبک څه دبلوڅ څه د ځاى او څه د ژبي په نوم يو دلته او بل هلته کښينوي او د ذهن پر مځکو يي د نفر تونو د نفرت تخم په کرلو وکري څو بيا يو او بل ،د يوه او بل په جنګ ودروي
هو، دوى غواړي چه پدي جنګ او ورا ني کي د بهيد لو وينو په وينه زموږ د وينو تږي او به، او به کړي او په بدل يي له پر ديو هغه مزدوري واخلي چه هم يي جيبو نه او هم يي ولاړ ګدامونه له سرو او سپينو ډک سي
هو دوى د پار لما ن او سنا دننه پريږده دوى ،د دنيا د پار لمانيا نو په څير پارلما نيان ندئ چه هم دولت اوهم ملت ته هم په سترګو ، هم جهت ، هم جرئت او هم قوت بدل سي
هو ، څه له دوى نه د ځا ني ګټې د ګټلو لپا ره ، دهوا د وړيو په شا ن حکو مت تر ځان او ځا ن تر حکومت او ملت تر ملتونو په سپکولو سپک کړل
هو ، دوى د خپلو ځا يونو پر ځاى پريږده ،
پريږده چه څه يي د پا رلمان دننه په ګوته له خپلي پزي نه د ګړنګو په را ايستلو مشغول پا ته وي
دوى پريږدئ څو ، څه يي د خوبونو داسي خوب وکړي چه بوغۍ (پو پا نک) په پړ سيدو و پړسوي
دوى پريږدئ څو ، څه يي د ږيري او څه يي د بريتو دتورو او سرو رنګو نو په رنګ اخته ، اخته واوسي
هو ، دوى پريږدئ څو ،څه يي د ږيرو په ږمنځولو ، څه يي په وهلو او څه يي هم په خريلو د کا رو نو په کا ر ، کار ، کار پا ته وي
نو آ ه د ګردي ميززړه ته راتيره چلونکي ! هغه څوک د ميلمه په نوم ميلمه کړه چه د خبرو هره خبره يي د ايتونو په څير ايت ، ايت وګرځي او هر څوک يي په اوريدلو د ايما نو نو ايمان را وړي
هغه چه د افغا ني اويجي پر مخ د غرونو هر غر په کوه طور بدل کړي او د ږغو نو هر ږغ يي د خداى د ږغونو ږغ او ازا نګه وي
هغه چه يوازي اويوازي يي د حق خبره تر خوله را توى سي
هغه چه ددې تياره خونو تيارو ته په څرا غونو بدل سي
هغه چه دعدل او انصاف تلې ته يوازي اويوازي د خداى له له کوره دتللو کا ڼې را وړي
داسي څوک راوله چه ديوې مهرباني مور په څير زموږ سرونه د سپږو دلټي او پا کيد لو په نيت د ځنګون له پا سه کښيږدي
هو، زموږ دببرو سرونو د هر لاى په لاى کي د کتو په کتو وګوري او له بله ځا يه راوړي سپږي دا که لو يا ني او وړې وي را ته په وژلو مړې کړي
هو داسي څوک دخپلي ديري په ديره په ميلمستيا ميلمه کړۍ چه د خطيبي ژبي هره خطبه يي دزړه سوې له مخي څوک په زور او څوک هم پخپله خوښه د خداى ترکوره په بيولو بوزي
هو، د ازادو مطبو عاتو ازادو چلونکو!
د خداى له لوري خداى در کړۍ دغه نعمت ددي ستړي اولس د هر ستړي له پاره چا ته په پوهنتون او چا ته بيا په روغتون بد ل ، بدل کړئ څو پکښي دننه ولاړاستادان يي هم ما او هم ما غوندي نا پو هواو دغو جا هلو ته د مشعلو نو هغه مشعل سي چه درڼا بر کت يي د تياره خونو او جونګړو د پخو ما ښا مونوهرماښا م ته د رڼا ګا نو رڼا راوړي څو هر يو ځان وپيژني هر يو د خپل ځا ن په ځان سي،ځا ن پخپل ځان هم جهان ، او هم جهان په ځا ن وپيژني
هو، له خداى نه يي همداسي غواړو
اوهمدا راز يي، د کارپه کار کي، همدا ولاړ، ددي اولس د پر هارونو هر ټپ ته د عيسا په څير د طبا بت طبيبا ن سي
هو، د رسنيو رسينده پيرانو!ددي تصافي را الوتي باد نه دځا ن جوړوني او ملت جوړوني په لټه د ګټي ګټه وکړئ خداى خبر چه ددي باد تر دريدو وروسته به بيا دقر نو نو په کوم قرن کي پر موږ با ندي د چليدو په چلا و راسي
صدف لاس قطري ته نيسي په در ياب کي
بزر ګي د صور ت څه کړي معناغواړي
هو، زړه ته راتيره!که زما ددي غوښتني واک دي دواک په واک کي نه وي نو آ ګرا نه !زما دزړه ، راکړۍ دغه امانت ستا په څير د غازي کابل اکبري ځوا نا نو ته په رسيدو ورسوه چه:
ځوا نا نو د تورو او پخو ما ښا مونو په شان ما ښام ، ماښا م، د سړيو، په نو م سړيو ته، د سهار د را وستو په انتظار ، انتظار مه پا تيږئ هغوى غواړي د ما ښا مونو دغه ما ښا م تر ابده ما ښام پا ته سي څو ددغو تورو تيارو په تياره کي دغه غله هم نسونه هم جيبونه او هم ګدا مونه ډک کړي
هو، دغه شر مښا ن يوازي او يوازي باد او با ران غواړي
هوکي : ځواانانو! پخپله دسهار په راوستو يو د بل ولاس ته دلاسونو لاس سئ او دي ما ښا مو نو ته د سها رونو سهار را وړئ
هو ، ځو ا نا نو! د اوبو په شاني اورونو ته سزا سئ او خپله لاره پخپله پيدا کړي
هو ، هر يو مو د پل زنانو په څير دتللي سهار دپله په لټه د بيا را وستلو او پيدا کولو په نيت روا ن سئ
پر ژوند دي برکت هر وخت دي له خدا يه سره غواړم
هو تکي کندهار ١٣٩١ ،٦ ،١٨ شنبه