ګیدړـ دځنګل پاچا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51614
زیب منتظرمسید
دخبریدو نیټه : 2012-09-26

وایې چې یوه ورځ یوګیدړچې ډیروږی شوی وو، دخوړلولپاره دیوڅه شومې دپیداکولوپه لټه کې کلي ته لاړ. خودکلي خلکوچې ګیدړ ولیده نوبس ډانګي یې پسې راواخیستل ، سپوهم په خپل وار،پربې وزله اووږي ګیدړ بریدونه پیل کړل.
ګیدړبې وزله څلورپښې خپلې لرلې اوڅلوریې نورې هم پورکړې ، یوې ،بلې خواته په ځغاسته شو.دځغاستې په وخت کې خوارکی درنګمال پرهټۍ وربرابرشواو په رنګونوکې ککړپکړشو.

دکلي له خلکواوسپوڅخه خویې په یوه نه یوه ډول ځان خلاص کړ،خوکله چې ځنګل ته ورسیده ، دځنګل ځناورو اوخپلوکلیوالو ګیدړو نه پيژنده ،ځکه چې نوموړی په رنګونوکې ککړوواو خپله اصلي بڼه یې په بشپړه توګه بدله شوې وه . دځنګل ځناورو پکروکړچې کوم نوی ځناورځنګل ته ورغلی دی اوداچې دوی یې نه پیژني کیدای شي چې دابه دځنګل نوی پاچاوي... بس ټولوورته ددرناوي په ډول سرونه ټیټ کړل اوهغه یې دځنګل دپاچاځای ته بوته او پرګدۍ یې کیناوه.
ګیدړهم چې بدن یې ټوک ټوک وو، دپاچاپرځای کیناست اوپوه شوچې دځنګل ځناورورباندې تیروتلي دي ، نه یې پيژني ځکه یې درناوی کوي او دپاچادریځ یې ورته ورکړ.
شپې ورځې وې تیریدې . ګیدړنواوس ښه په نس موړوو، امرونه به يې کول او هرامربه یې ځناور دسرپرستوګومنلو. بس دخونداو عیش ژوندیې تیراوه.
یوه ورځ پاچاصیب یاني همدغه په رنګ کې لویدلي ګیدړ، دځنګل ځناورټول سره راغونډکړل او پاچاهي خطاب يې ورته کوه ، غورې ټرې یې ورته کولې ، دځان ستاینه اوصفتونه یې ورته پیل کړي وواو ځناوروهم په ډیرغوراودرناوي سره ورته غوږنیولی او دهغه په هره خبره به یې دتایید په توګه سرونه خوځول.
دمني موسم وواوپدې موسم کې پرهوا هم پوره باورنه وي، نوناببره پراسمان کې وریځ راپیداشوه او که ګوري چې څوشیبې وروسته تیزباران شورو شو. ګیدړـ پاچا نو پام نه وو، ناست وواوخپلوخبروته یې ادامه ورکوله ،دبدن رنګ یې ورو ورو په پاکیدوشو، که ګوري چې باران یې دبدن نه هغه رنګونه ټول پریمینځل او دګیدړاصلي څیره او بڼه رابرسیره شوه. دځنګل ځناوروهم چې داحال ولیده ، یوبل ته یې وکتل اوغږیې کړچې داخوهغه زموږ ګیدړدی، دځنګل پاچاخوندی. دځنګل ځناورچې دیوې خوانه دخپلې ساده ګۍ او ناپوهۍ په وجه ، ډیرشرمینده او خجالت شوي وو،اوله بلې خوانه دګیدړپدې دوکه اودرواغو ډیرپه غوسه شوي وو،نوراپورته شول اوپرګیدړیې ورو دنګل، هغه یې په وهلو وهلو ،توراوشین واچوه .
زه وایم کاشکې چې زموږپه هیوادکې هم داسې یوباران وشي چې د ورته ګیدړو رنګونه پاک پیجو پریمینځي او دهرچااصلي څیره او بڼه رابرسیره کړي . ګیدړهم مالوم شي اوپاچا.
هغه کسان چې درنګ اوڅیرې په بدلولوسره یې ځانونه زموږپرسر پاچاهان جوړکړي ،خوپه اصل کې ګیدړدي ، یوه ورځ زموږ ولس ته سرټیټي اوشرمینده ،مخې ته ودریږي اونورزموږد بې وزله ولس په وینو،دخپلوځانونولپاره دخوند اوعیش ژوندجوړنشي کړی.

ورستیاڼ