د رنګونو سيا لي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51616
ژباړه : ع. شريف زا د
دخبریدو نیټه : 2012-09-26

 

يوه ورځ د نړۍ ټول رنګونه سره راټوليږ ي په خبر واو مرکو پيل کوي او هر يو مدعى کيږي دوي په خبرو کې وا ېې چې يو له بل نه ډير ښه دي او ډير زيات د ګټې وړ او د ډيرو خلکو د مينې او علاقې منلي رنګ دي.
شين رنګ: حق په جانب بڼه کې وايي، وګوري روښانه خبره ده چې زه ډير مهم يم ځکه چې زما رنګ د هيلو او ژوند نمونه دي.زما رنګ د چمن لپاره، د شنو پاڼو لپاره انتخاب شوي او هېڅ حيوان بې له مانه ژوند نشي کولاي. که له اسمان نه مځکي ته وګورې نو بي له شين رنګ نه بل رنګ نه وينې.
آبي رنګ: د خبرو منځ کي سر له ګريوانه راپورته کړ،ستا اشتباه همداده ته تل د ځمکې په هکله فکر کوې او خبري کوي،حال داچې ته بايد اسمان او سمندر ته پاملرنه وکړې اوبه د ژوند يواځنې منبع ده، او اسمان هم ډير پراخ د ځان سره په ډيره ارامه فضا کې ښکاري چې هيڅ شي اوهېڅوک نشي کولا ي بيله هغه نه وجود ولري.
ژېړ رنګ: شيطان ډوله مسکا وکړه \" اى بابا\" تاسې څومره دا موضوع جدي وګنله، زما رنګ ته وګوري چې څومره ښايسته او ګټور دي زه نړۍ ته خوښي او خوشحالي ور بښم، لمر زما ښايسته رنګ لري بوټي او ګياه د نور په مرسته ما نه انرژي اخلي خو زما رنګ ور سره ملګري دي. بې له لمر نور او ګرمي به نه وي او نه به هېڅ شي وي.او په ياد کې ولري چې کله د \" افتاب پرست/ ټاپراس\" ګل ته و ګوري نو تاسې به خوښي او خوشحالي په خپل ځان کي احساس کړي.
نارنجي رنګ: يوه پلا له خپل ځا ي نه سر راپورته کړ او ويي وويل ،چې صبر وکړي.......... صبر وکړي........ زه ېعني ځه؟زه د سلامتي او پوره زورور رنګ يم. ممکن چې ډير کم ستاسې منځ کي واوسم خو زما اهميت او ارزښت ډير زيات دي ځکه چې له ټولو انسانانو سر ه مرسته کوم او په ياد ولري چې رنګ مې په مهمو ويتامينونو کې لکه ګازره،نارنج،کدو،د هګۍ په ژيړو کې شته که څه هم د نورو رنګونو په څنګ کې ډير کم ليدل کيږم، خو ختيځ او لويديځ کې زما پردې ته متوجه شي او زما بيساري ښايسته توب به د طبيعي ښکلا په رڼا کې يوه ځانګړې خوښي راڅرګنده کړي چې ځينې خلک ورته غروب هم وايي.
سور رنګ حوصله له لاسه ورکړ ه او په ډيره غصه ېې چيغه کړه تاسې څه وايي؟زه له ټولو مخکې يم،زه دوينې رنګ يم، د ژوند رنګ، د خطر او شجاعت رنګ او د هرې جګړې او جنګ لپاره تيار ېم،چې وجنګيږم بي له مانه به ځمکه او سپوژمۍ پوچه ښکاري زه د شور، هلهلو، مزو، شهرت او خشم يو ډير اساسي عنصر يم چې تاسې ښه پوهيږي.
په دې وخت کې ارغواني رنګ له ځايه څخه سرراپورته کړ او په ډير اوچت غږ د شکايت په لهجه کې وويل: زه د پاچايانو رنګ يم ټولو پاچايانو او روحانيانوزما رنګ انتخاب کړي ځکه چې زه د عقل او پوهې نمونه يم او هېڅوک مانه پوښتنه نه کوي، يو بل ته غوږ ږدي او زما اطاعت کوي.
سپين رنګ: چې تر ټولو رنګونو په کنج کي غلي ناست وه او په ډيره ارامه او سوله ايزه خبرو کې د سکوت او غليتوب په بڼه کې وويل: زه خو ستاسو په شان د توجه وړ نه يم خو ځما رنګ ته ډير زيات ضرورت شته او په همدې توګه د نورو رنګونو غږ پورته شو او هر يوه کوښښ کاوه چې يو بل متقاعد کړي او خپله برتري وښيي په کراري بحث دي حد ته ورسيد چې يو دبله سره جنګ او جګړه وکړي. په نا څاپي ډول بريښنا په اوچت او قهرجن غږ سره را مخ ته شوه.او ډير سخت باران پيل شو ټول رنګونه له ډاره يو دبل سره نږدې شول او يوې خواته يي پناه يوړه نو په دې وخت کې باران په تيزي شواو تالندې هم ورسره په ډيراوچت اواز سره ېې داسې اخطار ورکړ:
هې نادانو! تاسې ناپوهان رنګونه تل يو دبل سره ګواښيږي او د جنګ او جګړو نه کار اخلي هر يو کوښښ کوي چې يو دبل امير شي او ځان له بل نه اوچت وګني او بې له کوم دليل نه يو پر بل باندې د ناروا حکم کوي،اودې ته هيڅ متوجه نه ياست چې تاسې ټول د يوه خاص هدف لپاره پيدا او ټاکل شوي ياست نو راځي جلا مه کيني يو بل ته لاس ورکړي او ماپسې راشي سړي شي ا نصاف نه کار واخلي او خپل ځانونه وپېژني.
رنګونو يو د بل سره لاسونه ورکوي او باران پسې ځي، باران په تندي اوري او رنګونه ته وايي چې:\" شنې زر غونې\" ته پاملرنه وکړي چې ديوې ليکې په ډول ښايسته بريښي او يو دبل سره ېې رنګونه څومره کلک او متحد ولاړ دي. وګور ي اوښه ځير شي، هوښيار شي! او له خوبه راپاڅي! چې دوي څومره يو دبل سره ملا تړ دي چې تاسي کولاي شي په هر ځاي او سيمه ،سمندر، غره، هوا، د وريځو او حتي تر دې چې د شنه اسمان په لمنه کې هم وويني.
دوي ته جګه او لوړه ، هواره او نا همواره او تر دې چې د طبيعت ټولې ستونزې لا هېڅ دي ددوي يوالي دراتلونکي ژوند يوه نمونه ګڼل کيږي.نو نور مو ناداني پر ځاى پريږدي او خپله لاره مو په او چتوا هدافو کې يوه کړي، نورې پلمې يواځي پريږدي.
بې ځايه تورونه موهير کړي چې هيڅ ګټه نه لري او نه کوم ځاي ته رسيږي.