کونډ شوی پاچا د دويم واده په لټه کې و ، د خدای کړو ته ګوره چې يوه ورځ يې د پوهنتون په انجونو کې پر يوې زړه بايلود ، دې ښکلې انجلۍ سره يې دانې واچولې او ورو ورو يې له پوهنتونه ماموريت او له ماموريته يې په څو ورځو کې تر خارجه وزارته ورسوله ، پرې د ښايست له برکته د ټول اسلامي ملک خارجه وزيره شوه ، په کابينه کې به هر وزير ورته بيل بيل غومبور واهه او د ملک غريبو ځوانانو به يې عکسونه په جېبونو کې ګرځول ، خو هيڅوک له دې نه ول خبر چې کونډ پاچا هم ورته خپله خېټه په اوبو کې يښې ده٠
پاچا ډېر نارامه و ، هسې انې بانې به يې را جوړې کړې او خارجه وزيره به يې خپل حضور ته راوغوښتنه ، هر ځل به يې د زړه خبره تر خولې راغله خو چې د وزيرې تنکي او نازکه مخ ته به يې چې وليدل نو ژر به يې پخپلو شډلو او رنګ شويو برېتونو لاس کېښود او خوله به يې پټه کړه ٠
په پاچا اور بل و ، ځمکې هيڅ ځای نه ورکاوه ، يوه ورځ يې ميلمستيا جوړه کړه او غوښتل يې چې وزيره خپلې کورنۍ ته ور وپېژني ، خو عشق ړوند کړی پاچا لا خبر نه دی چې وزيره يې دوې لوڼې لري او مړوښې ده ٠ د وزيرې چې د پاچا په زوی شهزاده بلاول سترګې ولګېدې نور هر څه ترې هېر شول ، شهزاده بلاول نه هم طعامونه او نعمتونه پاتې شول او د وزيرې حنا ګهر په ښکليو سترګو کې پرېوتو٠ پاچا غلی وزيرې ته را نږدې شو او ورو يې ورته وويل : زه ستا سره واده کول غواړم ٠
د وزيرې سترګې چې په شهزاده بلاول کې نښتې وې ، پاچا ته يې بې اختياره وويل : صيب درې قاضيان راوغواړه ، چې يو مې له مېړه طلاقه کړي، دويم مې تاته په نکاح کړي او دريم قاضي مې ستا زوی په نکاح کړي٠