پښتنه اميد
په پلازمينه كابل كې د افغانستان د غوره ليك د سياليو د رواني لړۍ په لمړي پړاوكې د لوى كندهار فوټبال لوبډلي ( د ميوند اتلانو) په خپل (الف)ګروپ كې لمړى مقام خپل كړ .
دا سيالۍ چې څه موده مخكي د روشن مخابراتي شركت له لوري د هيواد د اتو زونونو تر منځ پيل سوي دي دويم پړاو ته ولاړي .
د لمړي پړاو په وروستيو كې نن سه شنبه د ميوند اتلانو د سپين د غر د بازانو سره لوبه وكړه .
د لوبي په لمړۍ نيمايې كي لمړى د سپين غر بازانو ګول وكړ او په همدې نيمايې كې د ميوند اتلانو خپل غچ واخست او د يوه ګول په لګولو سره يې لوبه مساوي كړه .
لوبه تر پايه همداسي مساوي روانه وه .
په لوبه كې د سپين غر بازانو ته درې ژړ كارتونه هم ور ښكاره كړل سوه .
د دې پړاو غوره لوبغاړى د ميوند اتلانو تكړه فوټبالر عبدالواحد نورزى اعلان سو .
د يادي لوبډلې لارښوونكى عبدالسميع غيرتمل وايې ، دا چې د ميوند اتلانو نمري زياتي دي نو د لومړي پړاو لمړى مقام يې تر لاسه كړ او دوهم پړاو يعني سيمي فاينل ته يې لاره پيدا كړه .
په سيمي فاينل كې د ميوند اتلان لوبه كوي ، كه يې وګټل په وروستي فاينل كې د سياليو د لمړي مقام ګټلو دپاره لوبه كوي او كه يې وبايلل د دريم او څلورم مقام دپاره لوبيږي .
د ميوند اتلانو لوبډله په دې سياليو كې تر ټولو لوړي نمرې او ښه نوم لري .
د ميوند اتلانو راتلونكي لوبه د شمال زون د فوټبال لوبډلې سره ده .
د دې لوبډلي سره چې د لوبي ميدان ته هره لوبډله راځي نو زړه يې په سخت لړزان كې وي خو د سپين غر بازان هم په دې سياليو كې ښه ځليدلي دي .