د جمهوریت مسلکي لیسې د ښوونکي ورځ ولمانځله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51684

دخبریدو نیټه : 2012-10-03

 

د جمهوریت مسلکي لیسې زده کوونکطو، ښوونکو د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معین په ګډون د ښوونکي ورځ ولمانځله.

په پیل کې د دې لیسې مدیرې اغلې مریم ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او ټولو ښوونکو ته یې د هغوی د ورځې مبارکې وویله.
دې وویل چې په لیسه کې یې ډېر پرمختګونه راغلي، همدارنګه یې د المان هېواد څخه مننه وکړه چې د دوی له لیسې سره مرسته کوي.
ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي اصف ننګ ټولو ښوونکو ته د هغوی د ورځې مبارکې ورکړه، او د ښوونکو د مقام او ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې شاباسی ووایه چې د ښوونکو ورځ لمانځي.
نوموړي همدارنګه د لیسې له ادارې وغوښتل چې په راتلونکې نژدې وختونه کې دا لیسه باید د افغانستان په کچه یوه نمونه او پرمختللې لیسه وي.
ښاغلي ننګ همدرانګه وویل چې د لیسې پاکۍ، نظم، ډسپلین او پرمختګ چارو تا باید ډېر پام وشي او تر څنګ یې له المان هېواده مننه وکړه چې د لیسې سره مرستې کوي.
د ښوونکو د ورځې د لمانځنې په دې پروګرام کې د لیسې د زده کوونکو له خوا په پښتو، دری، الماني او انګلیسې ژبو ترانې وړاندې شوې او همدارنګه تمثیلي پارچې وړاندې شوې چې د ښوونکو د احترام پیغام یې درلود.
د دې تر څنګ د سپورت ګروپونه هم وښودل شول.
د ټول افغانستان د بېلا بېلو سیمو او ولایتونو خاصي او ځانګړې جامې د یوې کلچرل فیشن شو په ډول د نجونو زده کوونکو له خوا وښودل شوې او تر څنګ یې د ملي یووالې ترانې وویلې.
د پروګرام په یوه بله برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین له خوا ټولو ښوونکو ته ستاینلیکونه ورکول شوه.
د یادونې وړ ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت په هڅو لیسې ته د پاکو اوبو د نل د راتګ چارې هم بشپړې شوې چې په تېرو وختونو کې د ستونزو له امله بندې شوې شوې وې.