فتوانمبر(۶۱۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:عبدالستار/رياض/سعودي عرب.
ومحترم مولانا ابوالفضل صاحب دزړه له کومي سلامونه وايم اووروسته له سلامه زماپوښتنه داده چي احوال وڅه ته ويل کيږي اومقامات وڅه ته ويل کيږی اوددوۍ په مينځ کښي فرق څه ډول دئ.
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم :محترمه
حالات اومقامات دواړه دتصوفوله اصطلاحاتوڅخه دي دخدای پاک له طرفه چي کوم نوراني حالات واردېږي،نو ترڅو چي دسالک اودطریقت پرلارباندي دتلونکي دغه نوراني روحاني حالات پاخه سوي نه وي نوترهغه پوري حالات ورته ويل کيږي اوکله چي پاخه سي نو بيا مقامات ورته ويل کيږي.
مجالس حکيم الامت ص۲۹۷.