دحلال شوي حيوان دکومو شيانو خوړل ناروا دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51699
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-05


 فتوانمبر(۶۱۹)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتيه:بي بي راحمه له چین څخه.

 ،په حلال سوي حيوان کښي لکه پسه او غويي مثلا کوم شيان بايد ونه خوړل سي اوخوړل يې شرعاممنوع دئ .

 الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمۍ خوري په ذبحه سوي حيوان کښي اوه شيان داسي دي چي خوړل يې نه دي روا:
(۱):دم مسفوح ، يعني هغه وينه چي دحلالېدو په وخت کښي له رګونه په تيزي راوزي.
(۲):دماده جانور دبولو ځاي.
(۳) خصيتين.
(۴):مرغړي.
(۵):مثانه.
(۶):تريخئ.
(۷):دنرحیوان دبولو ځاي.

والسلام ومن الله التوفيق.