دعراف اوکاهن په منځ کښي فرق:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51701
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-05


فتوانمبر(۶۲۱)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:جاویدلندن.

محترم مولاناصاحب اول درته سلامونه وايم ، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
بيا زما سوال دادئ چي عراف چاته ويل کيږي او کاهن چاته ويل کيږي؟

الجواب ومنه الصواب ـ

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کاهن هغه چاته ويل کيږي چي وخلګوته راتلونکئ حالات بيانوي ، اوعراف هغه دئ  چي وخلګو ته مثلا دغلاسوي شي دارنګه دهغه دځائ خبر ورکوي اودارنګه نور...
قال الملاعلي القاري:«الفرق بين الکاهن والعراف ، ان الکاهن انما يتعاطي الخبر عن الغيب في مستقبل الزمان ويدعي معرفة الاسرار ، والعراف هوالذي يتعاطي معرفة الشيءالمسروق ومکان الضالة ونحوهما من الامور. کذافي فتح المرام،۳۷.
 والسلام ومن الله التوفيق.