فتوانمبر(۶۲۲)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي: بي بي نجيبه / لندن.
يوڅوک چي ديوپير ياديوامير ياديو باچا دراتګ په وجه يوحيوان حلال کړي نوددغه حيوان غوښه خوړل څنګه دي.
الجواب ومنه الصواب ـ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ديوپير ياديو امير ياديو باچا دراتګ دپاره دحيوان ذبح کول حرام دي ؛ ځکه چي دا ذبحه تردې آيت شريف لاندي راځي چي :«ومااهل به لغير الله».
اوپه ذبح لغیرالله کي داخل دۍ تفصیل ددې خبري دادۍ چي که مثلایوپیریاامیرراځي اویوڅوک یوحیوان په دې ډول ذبحه کي چي صرف وینه دده دخوشحالۍ اووده ته دتقرب په خاطرتوی کړي نن ددې دپاره چي هغه ئې وخوري اومېلمه ئې کړي بلکه دغه غوښه بیا په نورو خلګووخوري نودغه ډول مذبوحه مرداره ده.
اوکومه ذبح چي دميلمه دراتلو لپاره کيږي نو هغه مذبوحه حلاله ده ؛ځکه چي په دغه مذبوحه کي مقصوددادۍ چي میلمه ئې غوښه وخوري نه داچي صرف په ذبحه کولوسره دحیوان دده تعظیم وکړي اودمیلمه اکرام
دابراهيم خيلل الله سنت دئ اوبل له دې وجي چي دمېلمه اکرام دالله جل جلاله اکرام دئ.
الدرالمختار ۶ج،هدایة العبادص۷۷۳۰۹
والسلام ومن الله التوفيق.