بُست له (۳۴۰۰) كاله مخيني سره
دوهمه برخه
د بست لرغوني كلي او ښارونه
د بست جغرافيايي پراختيا دنن په پر تله پخوا له دې ډېر ويړ او پراخ ؤ، شمس الدين عبدالله محمد بن احمد مقدسي البشارري په (۳۵۵و ۳۹۰هـ) شاوخوا كي د اسلامي دورې له كلاسيكو جغرافيه ليكونكو څخه په خپل كتاب احسن التقاسم كي د بست ښارونه داسي راښيي.
”بست“ يوه لويه او اباده سيمه ده چي يوولس سوه كلي لري او د بست سره تړلي ښارونه يې په دې ډول دي: جهالكان، قرمه، بوزاد(= اوسنى نوزاد، ارض داور ”=زينداور“، صروستان(= سروسان =سروان كلا)، رخود (رخج= كندهار) بكر آواز (=بكر آباد)، تكر آواز، بكيرا، بنجوى، ”پنجوايي“، كش ”=كشكنخود“، روذان، سفنجاوى، (سفنجار، اوسنى سنځرى)، طالقان ” دبست تلوكان“(1).
د بست ششك
د بست د كلا د لرغونو پاتشونو څخه يو هم د (بست كلا )څنګ ته ښكلى ششك دى هغه چي داسلامي دورې د ښكلو معماريو څخه شمېرل كېږي(2).
د (علامه حبيبي) په وينا چي په (۷۴هـ) كي د امويانو او رتبيلانو په وخت كي هم دې ششك شتون درلود چي مخينه يې له نن څخه يې شاوخوا (۱۳۶۰كاله) مخكي څرګندېږي خو كېداى سي چي له دې نه پخوا هم يعني تر اسلام مخكي دورو پوري يې د جوړېدو قدامت ورسېږي(3).
ياد (ششک (۱۷) متره جګوالى او (۱۶) متره بر لري چي بست ښار ته د سوداګريزو کاروانو د تلو را تلو دراوزه وه ؛ د سردار محمد داؤد د واكمنۍ پر مهال يې په منځ كي د خښتو دېوال پورته سو ترڅو د نړېدو څخه وساتل سي(1).
د بست دروازې:
د كلاسيكو جغرافيه ليكونكو په ځانګړې توګه عرب (ابن حوقل) په (۳۶۶هـ) او اصطخري په (۳۲۲هـ) كي د بست اړوند ارزښتناکي څرګندوني لري او همدا ډول د پښتني كلاسيكو شفاهي حماسي ادبياتو له مخي داسي څرګندېږي چي بست په خپل وخت كي دوې دروازې درلودې چي يوه يې د هلمند سيند لوېديځي خواته يعني د هغه( پل) خوا ته چي پرهيرمند(= هلمند سيند )د ځينو كښتيو د پاسه جوړ سوى ؤ او دا لاره د بست څخه زرنج ته تللې وه پرانيستې وه.
د بست بله دروازه د کلا ختيځ خواکي وه چي دا لار بيا د بست څخه د ”پنجوايي“ او هند په لور تللې وه كه څه هم د بست د شمالي او سويلي دروازو په هكله ليكلى سند نه سته خو له امكان لري نه ده چي (بست )به د شمال او سويل په لور هم دروازې درلودې.
د ختيځ او لوېديځ لور ته دروازو د يادولو څرنگوالى يې زموږ په پښتو شفاهي ادب كي هم ترسترګو كېږي او لا تر اوسه هم د هلمند د خلکو پر ژبو څرخي لكه د فتح خان او رابيا په شفاهي حماسه کي دا ناره:
كه دوې دي دوې د كلا بيست دروازې دوې دي
پر يوه يې پتي وزي پر دا بله يې دمور سوي نارې دي(2)
په پورته پښتني شفاهي سند كي هم د بست د دوو دروازو يادونه په څرګند ډول تر سترگو کيږي هغه چي پر يوه يې پټي خان وزي او د هند په لور ځي او په بله دروازه كي يې مور په كرږو او نارو ده او فتح خان د هند له تګ راګرځوي.
د بست د كلا څاه او ساختماني جوړښت يې
د (بست كلا) د ډېر لوړي غونډۍ پر سر په منځنۍ برخه كي يو څاه موجود دى چي د محلي خلګو په وينا دا څا يو وخت د پاچا زندان(-کوټه کولپ) ؤ، ياد څاه د اوه (٧)پوړه په لوړوالي د ابو له سطحې څخه جوړ دى، ژور والي يې (٤٢)دوه څلوېښت مترو ته رسېږي.
څا د يوې طبيعي غونډۍ پرسر كښل سوى ؛ دجوړېدو کار يې له کښتنۍ برخي څخه پيل سوي دي او تر سره پوري يې د كار چاري په ډير استاذانه او هنري ډول پاى ته رسېدلي، د څاه د كښتنۍ برخي دېوال د(٣) درو مترو په پنډوالي سره د توري چونې او پخو خښتو څخه جوړ دى د اوبو په وړاندي پوره مقاومت لري، د څاه تل ته د هلمند سيند څخه د اوبو لاره راغلې ده(1)، د لرغون پېژندنكو په وينا چي د بست او لښكري بازار ودانۍ د ساختماني جوړښت له مخي يو بل سره توپير لري داسي څرګندېږي چي ياد سوي دوه ځايه د تاريخ په بېلو بېلو وختو كي جوړ سوي دي.
بست او د ورېښمو لار
بست پر خپل سياسي ستراتيژيك ارزښت سربېره يو لوى ارزښتناك لرغوني او سوداګريز ماركېټ هم ؤ، چي دلته د تاريخ په اوږدو كي د چنجيو څخه ورېښم جوړېدل او نور ته وړل كېدل، بست هم د ورېښمو د لرغوني سوداګريزي لاري د لړۍ په كړۍ كي شتون درلود، پنځه زره پنځه سوه (۵۵۰۰) كاله پخوا هم د ورېښمو پر لار باندي د اريانا (اوسني افغانستان) له بدخشان څخه قيمتي ډبري او فېروزه، بين النهرين، مصر، يونان او دنړۍ نورو سيمو ته وړل كېدل، د ورېښمو لار چي ټوله شاوخوا يوولس زره كيلو متره (km-11000) کرښه په خپل بر كي نيسي شاوخوا دنړۍ( ۳۶۵ )لوى ښارونه يو له بل سره مښلوي(1).
د ورېښمو لار د افغانستان څخه تېرېږي چي اسيا او اروپا د پل حيثيت، دې اصطلاح د لومړي ځل لپاره د يوناني مقدوني سوداګر ”مائيس تيتيانوس“ لخوا د كوشانيانو په دوره كي يعني دوهم ميلادي كال كي استعمال سوه(2)، لنډه دا چي ”بست“ د ورېښمو د لاري سره په سواګريزه كړۍ كي پروت ؤ خو دا جاده چي تر بست پوري دا رسېدلې وه د ورېښمو د لاري د فرعي لاري څخه شمېرل كېدل، چي اصله لاره يې د هيواد په شمال بلخ، باميان، بګرام، غزني، كابل او نورو باندي سپره وه.
د يونانيانو په وخت كي (۲۲۰ق م۰ تر ميلادي مخكي چي د (ايوتېد يموس د ټولي اريانا واك په لاس كي ؤ) په دې وخت كي د اريانا ”افغانستان“ په پياوړتيا او پرمختګ كي چټكتيا راغله او په دې وخت كي د اريانا سوداګريزه راكړه وركړه د ګاونډ او غير ګاونډ هيواد وسره ډېره توده سوه چي په ترڅ كي يې د (بست سوداګريز) جريان هم د يادولو وړ دى، بست هم د سيمي له هيوادونو سره سوداگريزه راکړه ورکړه درلودل لكه هند، ري(= اصفهان)،ماوراءالنهر، تركيه او داسي نور...
دلته د مخكنۍ يادوني په منلو سره د بست نو م د هندي اديانو په كتاب (بګبهت پران) كي (۱۴۰٩ ق، م) ياد سوى دى، د امكانه لري نه د ه چي په دې وخت كي (بست ښار)د هندوستانيانو لپاره په اقتصادي اوسوداگريز اړخ کي ډېر مطرح ؤ چي د بست له لاري يې مادي ستونزه تر يو ځايه حل وه، ځكه يې نو د هغه وخت د هندويزم په ديني او مذهبي كتابو كي ”بست“ د گټمن ځاى د نوم په څېر د (مهاديو ) دپام وړ گرځېدلى و.
(بست )په تجارتي لحاظ په اسلامي دوره كي په ځانګړې توګه تر ورانيدو مخكي هم د سوداګرو لپاره د پام وړ ؤ لكه په (۳۶۵هـ) يا له نن څخه يو زورو اويا كاله پخوا چي (ابو القاسم بن محمد بن ابن حوقل) په (صورت الارض) كي د ”بست“ خلکو كالي د عراقايانو (اوسني ايرانيانو ته اشاره) د خلګو په څېر، غښتلى او ځوانمرده يې بولي او وايي چي د(( هندوستان سره تجارت لري))(1).
د بست د موقعيت ارزښت
د بست ښار سربېره پردې چي د هلمند سيند پر غاړه او يا دا چي د ارغنداب او هلمند سيند په ګډون ځاى كي جوړ سوى دى د لرغوني اريانا ”افغانستان“ په جغرافيايي کي ښکلى موقعيت لري.
بست د خپل ښه جغرافيايي موقعيت له مخي د اريا ”هرات“، غزنه ”غزني“ اراكوزيا ”=ارغنداب“ او غور په منځ كي شتون لري، ځكه يې نو د پرديو تاړاكونو لكه: اثوريانو(عراقيان)، هخامنشيانو، د هند موريايانو، يونانيانو، عربانو، چنګېزيانو د پام وړ گرځيدلى.
پر پورتني ارزښت سربېره بست د علم او فرهنګ پلازمېنه هم وه چي د ډېرو عالمانو او اديبانو د ژوند حال او كار نامې يې موږ د پښتنو اوپاړسي – دري ادب د تاريخ پر پاڼو وينو، لكه:اميرکروړ، يعقوب اليث صفاري هلمندي، امام خطابي بستي، ابوالتفح بستي ابوالحسن بولاني،ملک شاه حسين کياني سيستانى هيلمندى، علامه ابن حبان بستي او داسي نور(1)......
بست د دار الضرب په حيث
بست له لومړيه تر وروستيه د پوهانو او شاهانو ارزښتناک استوگن ځاى و، چي د وخت د پاچهانو لخوا پكښي د ملي پولي واحدونو لپاره سكې وهل كېدې چي د اسلامي دورې له پيله بيا تر تېموريانو پوري يې څه ناڅه بېګلي په لاس كي سته، د صفاريانو(يعقوب اليث) د همدې كورنۍ له پايڅوړه ځاى امير خلف صفاري هلمندى د (۳۵۰، ۳۸۰) شاوخوا كي د سكو ضرب، تردې وروسته غزنويانو، غوريان، تېموريانو پوري چي په (۸۵۰هـ) شاوخوا كي د همدې تېمور د زوى ميرزا شاه رخ د سكې بېلګه په لاس كي سته چي په بست كي وهل سوې (2)، همدا ډول زما(دوست) په لاس هم دصفاري، دغزنوي اوغوري دورې سيکې په لاس راغلي چي د ”داور“ اور ”بست“ نومونه پر ليدل كېږي، پر لاس ته راغلو يوشمير مسکوکاتو د (سلطان اعظم محمد بن سلطان) (3).
بست د تاريخ په كيسو كي
د بهرني کورني پوهانو په وينا چي په پښتو كي كومي شفاهي كيسې تر دا مهاله لاس ته راغلي اصلاً حقيقت څخه ليري نه دي.
دبست اړوند کيسه:
علامه رشاد بابا د ابو المؤيد بلخي په حواله ليكي: بلخي چي د (۳۷۰هـ) د وخت سړى دى وايي: په هلمند كي د بست پر برابر يوه چينه وه چي د اوبو سره د سرو زور ميده ټوټې راوتلې، ددې ټوټو سره به څه رېګ هم ګډ ؤ او د ورځي به شاوخوا زر ديناره سره زر ور ځيني ترلاسه كېدل ؛ وايي افراسياب چي له سيستان څخه تلى دا چينه يې په كوډو ”جادو“ بنده كړه، افراسياب ترکى توراني د كياني باچاهانو معاصر ؤ، د چنګ زوى او د تور لمسى د تورانو پادشاه ؤ چي ډېر كلونه يې د ايرانيانو سره په جنګ تېر كړى(1)داسي ويل سوي چي تر درې زره كاله وروسته په نوموړي چينه بيرته خلاصه سي(2).
همدا ډول بله په نهمه او لسمه هجري پېړۍ كي د مغلو په دوره كي اسلم باچا (ځاى حكمران) د زوى فتح خان كيسه د ده د معشقې (ر ابيا )سره، همدا ډول د موسْى جان او ولي جان كيسه، (ښادي) او (بيبو) كيسه، چي دا د بهرنيو پوهانو پام هم ځان ته اړولى د بېلګي په توګه روسى افغان پوه (م، ك) اسلانوف )د افغاني روياتي او شفاهي ادب په هكله داسي وايي: د افغاني افسانو له منځ څخه د (فتح خان بړېڅ ) رزمي حماسه او مخصوصاً د (موسْى جان او ولي جان) كيسه د ډېري توجه وړ ده، دا افساني د افغاني عاداتو او توصيف څخه داسي ډكي دي چي د كټ مټ د يوه اتنو ګرافي (نژاد پېژندني) موزيم تمثيلوي(3).
همدا ډول د ښادي او بيبو کيسې د (بست) پر لرغوني ورشو باندي د يادوني وړ دي.