تقریبا ۸ بجې وی دمعمول له مخې وختي راځم، د دفتر چاپيریال ته داخلیدو پرمهال مې یو ورکوټي مینه ناک ماشوم چې دغوږونو څخه یې لونګ تاوو کړې وو مخې ته راغې ما پرې اواز وکړو چې څه کوی او ګومان مې داوو چې شاید دکوم مامور او یا کارکوونکی زوی له ځان سره راوستی وی، خو وختی وه مامورین ډيری وختي نه راځي هلک زما خواته راغلو په لاس کې یې عریضه وه ماویل څه کوي ویل دشهید یاسین زوی یم، ماویل دکوم شهید یاسین زوی یې، ویل یې یوڅه موده مخکې مې پلار په پټیو کې دشپې اوبه لګولې چې بهرنیو ځواکونو پرې بم وغورځولو او شهید شو، عریضه مې راوړې که والي صیب راسره مرسته وکړي، داخبره نه وه سم دټوپک ډز او هغه مرمۍ وه چې رسا مې زړه ته لاړه، ډير حیران شوم چې دغه روڼ سهار وختي وګوره او دغه شپږم کلن ماشوم وګوره چې دنرخ ولسوالي د ډيرې لرې پرتې سیمې څخه یې وختي تر ولایت یې ځان رارسولې دی، معصوم هلک دی، څوک به نلري، دپلار ژوند یې ترې اخیستې،کورنۍ به یې سرپرست نلري، دومره څوک به هم نلري چې دوۍ ته لږ ترلږه لاس ورکړي، مینه ورکړي او دوی ښونځي ته بوځي ترڅو په ښونځي کې ځان او خدای وپیژني او ګونډې مور او پآتې ورڼو او خویندو ته دسر سیورې جوړ شي.
دا زموږ راتلوونکی دی او دا زموږ ژوند دی چې دڅومره ستروننګونو سره مخ دی
بل ملګري مې ویل چې همدا ماشوم یو څو ورځې دمخه راغلی وو چې په پلستیک یې ۳ مڼې او ۲ ګازري اچولې وی عسکرو نه پریښودو، ما له ځان سره راوستو ویل مې په دغه پلستیک کې دی څه شي راوړي ویل یې (دعریضو مامور ته مې دغه راوړي ترڅو زما کار ژر خلاص کړي.)
یا مهربانه خدایه !نور مو په هېواد کې سوله راولې ټول سره ورونه کړی، نور دجنګ او جګړو مخه په خپل قدرت سره ونیسې، موږ ته خو نور چل نه راځي او نه له چا توقعه کولی شو، هغه ذات ته یې چې هرڅه ناممکن کار ممکن کولای شی.!!!