فتوانمبر(۶۲۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي:رحيم الله وردګ .کابل
د قدر وړ مفتي صاحب ځما پوښتنه داده چي د کوم حيوان چي پزه يا د تيانو سرونه پرې سوي وي أضحيه کول څه حکم لري ؟
الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم. :
هغه حيوان چي پزه يا يې دغولانځي سرونه پرې سويوي، دارنګه هغه حيوان چي قدرت دتي ورکولوو اولاد ته نلري ، او هغه حيوان چي غولانځه يې وچه سوې وي ، ددغو ټولو أضحيه کول صحت نلري .[عالمګيري/ص۲۹۸/ج۵].
والسلام ومن الله التوفيق.