که خلقتا ديوه حيوان تيان(پستان) نه وي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51884
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-10-22



فتوانمبر(۶۲۷)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي:مجيب الرحمن  .تاجکستان
و مولانا أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ،پس له سلامه ځما پوښتنه داده چي د کوم حيوان چي مورزاده يو تئ يا دواړه  (پستانه) نه وي نو د هغه قرباني کول خو به کوم نقصان نلري  ؟

الجواب  : 


 که دغه حيوان ميږه يا بزه وي او پيدايشي يې د يوه تي سر پرې ؤ  ياوروسته ديو آفت له  وجی پري سوئ ؤ  نو قرباني کول يې صحت نلري  . 
او که دغه حيوان  غوا يا اوښه وي  او  د يوه تي سر نه يې  نه ؤ (يا مورزاده يا د يو آفت له وجي)  نو أضحيه کول يې صحيح دي  ، اوکه يې دواړه  تيان خلقتًا يا د يو آفت له وجي نه وه  نو ددغسي حيوان أضحيه کول نه صحيح کيږي .[عالمګيري/ج۵/ص۲۹۸ ، خلاصة الفتاوي/ص۳۲۱/ج۴].