دشپې تر ناوخته مې دمشر ملګري سره ګپ لګولو چې کله مې ساعت ته پام شوه نژدې لس بجې وی، په یوه او بله بهانه مې دمشر ملګري څخه ځان خلاص او د کور په لور په موټر کې روان شوم، هغه وخت چې مې مشرملګري سره ګپ او شپ لګولو نو په ژوند کې دلومړي ځل لپاره راغلې مینې میسجونو او زنګونو ته مې ځواب نشو ویلي، خدای شته دمشر خبرو څخه هم بې تفاوته نشوم پاتې کیدای، ځکه هغه دا عادت لري چې د ځینو خبرو تکرار درنه غواړي اوان تر ډيره بریده دخبرو پرمهال سترګې درنه نه اړوي، خو په موټر کې مې غوره وبلله چې مینې ته مې زنګ ووهم، هغه چې ماته دزنګونو او میسجونو دنه ځواب له امله یوڅه په غوصه شوې وه زما ډیرو زنګونو ته یې ځواب ورنکړ خو انکار یې هم ترې نشو کولی دڅلورم زنګ سره یې تلیفون ته ځواب ورکړ، خدای شته ډيرې بهاني او مانې مې وکړی چې په یو اړین مجلس کې وم وبخښه،وبخښه، خو خیر دخپل ضد څخه تیره شوه نژدې لس دقیقو خبرو وروسته تلیفون بند شو، بیاځلي مې دتلیفون کولو هڅه وکړه خو ځواب یې نه راکولو، زه هم په ځان نه وم او د ماسره پاتې خبرې مې هم نشوای ساتلی، ساعت په ساعت احساساتي کیدم او دتلیفون نه ځواب هم اندیښمن کړم، په کابل ښار کې هم داختر په شپو ورځو کې ډيره ګڼه کوڼه وي، دروځې هرې خواته بې شمېره ترافیک ولاړ وي خو لارې همغسې بندي وي ،ماچې دتلیفون دکولوبار بار هڅه مې کوله، خپل تګلوري ته مې فکر نه وو، چې دپلازمینې کابل دترافیکو په څلور لاره کې مې ناڅاپه مې ترافیک په موټر و وهلو.
اړین شوم چې مینې ته میسج وکړم: ستا له لاسه مې ترافیکي پیښه وکړه اوس مې شپنی ترافیک په موټر ووهلو او س به څه کوم، هغې په بیړه میسج کې ځواب راکړ ډير ښه دی وکړل ترافیک کور نلري چې دشپې ګرځي راګرځي، ریښتیا داختر لپاره به دشپې یوڅه شوکه موکه کوي بیچاره ګرم نه وو. ما هم په بیړه میسج ولیکه: تراوسه مې ماشې هم ندی وژلې او په لومړی ځل مې دا جرم ترسره کړ، هغه بې چاره ومړ، اوس به څه ځواب ورکوم شاید دپیښې کنټرولوونکی او جنیایي څيړونکي داسې و انګیري چې شراب دی څښلي، تیرکال مې چې دکابل - جلااباد په لاره ترافیکي پیښه وکړه او په لاس کې مې د راني بوتل و، د ټیلر موټرڅښتن په بیړه راغی چې شرابي فکر کوه اوس به مې وژلې وې، ما سره چې ځواب نه وو ورته مې دراني بوتل وښود چې نه پوهیږم ما خو دراني په نوم اخیستې ده او پدې خدا که خبر وم چې کمپنۍ دې پکې شراب اچولي وي. دمیسج رسیدو او ترافیک مړینې دخبر رسیدو وروسته یې په بیړه یې بار بار زنګ ووهلو، ماچې دخبرو توان له لاسه ورکړی و، تلیفون ته مې ځواب ورنکړ، هغه ډيره ورخطا معلومیده، څو څو ځلې یې دتیلفون دکولو هڅه وکړه خو ځواب یې زما دوس وتلی و، کله چې پوهه شوم چې زما په یاد او غم یې ټول احساسات دلاسه ورکړي، په مسیج کې مې ورته ولیکل:
قدرمنې:دخدای رضا ده دابه یې راته په ازل کې لیکلي و، هغې بې چاره ساه ورکړه، دادی اوس مې دسړک بل لوري ته کړ،شا اوخوا مې څوک نشته ، ښه دی چانه یم لیدلی سهار به دښاروالۍ مامورین راشي او دپیښې له ځایه به یې پورته کړي، غم مه کوه دپیښې په ځای کې مې داسې کوم ثبوت او اثار ندي پریښي چې زه پرې مجرم ثابت شم، داسپیان دومره ډير شوي دي چې اوس خو هسې هم دشپې دترافیکو پرځای د ښار په واټونو او لویو چوکونو کې منظم تګ راتګ کوي او دشپې لخوا دترافیکو دغرفو ساتل د همدوی په غاړه دي. ځکه دورځې لخوا ترافیک ایله ګردسپیان دغرفو ترمخې په همدې خاطر ساتي چې دشپې یې دنده پرمخ بوځي.
د۱۳۹۱ دلړم دویمه نیټه