د«ارحم امتي بامتي الخ» حديث ماخذ...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51997
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-11-01


 

فتوانمبر(۶۳۲)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

مستفتي: قاري عبدالکريم /کابل أفغانستان .

و ستر علمي رهنما أبوالفضل صاحب ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، ستاسي صحت او عافيت له الله (جل جلاله) څخه غواړم . عاليقدره ځما پوښتنه داده چي دغه الفاظ کوم چي خطيبان يې په خطبه کي وايي چي : «و أرحم أمتي بأمتي أبوبکر الخ» شرعي أصل لري  اوکه یا؟

الجواب ومنه الصوب

 

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
هو ! په يوه مبارک حديث کښي کوم چي امام ترمذي او غيره يې روايت کړئ دئ راغلي دي : «و أرحم أمتي بأمتي أبوبکر ، و أشد هم في أمر الله عـــــــــمر  ، و أصدقهم حيآءً عثمان ، و أقضا هم علـــــي »  [مسند أحمد ۳ / ۱۸۴ ، ۲۸۱ـــ البيهقي ۶/ ۲۱۰ ــ مستدرک الحاکم ۳/ ۴۲۲ـــ الطبراني فی الصغير ۱/ ۲۰۱ ـــ مصنف عبدالرزاق ۲۰۳۸۷] . والسلام ومن الله التوفيق.