د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راپور ورکولو لارښود

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52038
بختیار تلاښ
دخبریدو نیټه : 2012-11-05

 

دغه لارښود د خبریالانو لپاره عملي لارښوونې چمتو کوي ترڅو وکړای شي د تاوتریخوالي پر بنسټ د جنسیت شاوخوا ولاړو مسایلو او حساسیتونو پراخه لړۍ تشخیص کړي. دا لارښود خبریالان هڅوي، ترڅو د هغه راپور ورکول پلي کړي چې د جنسیت په حساسیت پوري تړاو لري.
۲ برخه: په تاوتریخوالي باندې ولاړ تاوتریخوالی څه شی دی؟
پر جنسیت باندې ولاړ تاوتریخوالی هغه ته ویل کېږي، چي د جنس او جنسیت پر بنسټ د یوه شخص پر وړاندي تاوتریخوالی رامنځته شي. ښځې او نجونې په غیر متناسب ډول پر جنسیت باندي د ولاړ تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي. ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی اعلامیه په هغه پریکړه کي معرفي کړ چی په ۱۹۹۳ کال کي تصویب شوه، دغه پریکړه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو اعلامیه ونومول شوه.
" د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی" د جنسیت پر بنسټ باندي د هغه ولاړ تاوتریخوالي په معنا دی، چي په پایله کي د ښځو پر وړاندې د فزیکي، جنسي یا رواني ځورونې امکان رامنځته کړي. البته د دغه ډول تهدیدوونکیو کړنو په شمول: په مستبدانه ډول له شخصي آزادۍ څخه محرومیت ته اړ ایستنه، که څه هم، چي دا په شخصي یا عام ژوندانه کي رامنځته شي (۱ ماده).

د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی په افغانستان کي ډېر حساس دی، دا د څو لسیزو جګړو، د قانون د لږ پلي کېدو او د ټولنیز دودیز جوړښت له کبله، چي له امله یې د ښځو د حقونو په خوندي کولو کې ناکامي رامنځته کېږي. په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۱۱ کال کي رپوټ وړاندې کړ چې ٪۸۷ افغانې ښځې په هېواد کې د تاوتریخوالي له یوه یا بېلابېلو بڼو سره مخ دي.
  د افغانستان دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون (EVAW)  وضع کړی دی، د ۲۰۰۹ کال قانون. نوموړي قانون دغه کارونه جنایت ګڼلي دي: د کوچنیو نجونو واده کول، په زور سره واده کول او یا د واده کولو په پلمه د ښځو پلورل او پېرل، په بدو کي د ښځو ورکول، ځان سوځونه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی. او همدارنګه یې د جنسي تېري او وهلو ټکولو د اړوندو قوانینو په شمول ۱۷ نور قوانین رامنځته کړي دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هکله لاندي کړنې دEVAW تر قانون لاندي جنایت ګڼل کېږي
• فزیکي ځورونه.
وهل ټکول.
د ټپ یا معلول کېدو لامل ګرځېدل.
سوځول یا د داسي کیمیاوي یا زهرجنو توکو کارول، چي د ټپ یا وېرولو لامل وګرځي.
ځان سوځونې او ځان وژنې ته د ښځو اړ ایستل.

• جنسي ځورونه
جنسي یرغل/ جنسي تېری
بدلمنۍ ته اړ اېستل

• احساساتي یا رواني ځورونه
سپکاوی، ډارونه او ځورونه
له خپلې کورنۍ څخه د ښځې جلا کوونه
په نشه یی توکو باندي اعتیاد ته د ښځې اړ ایستل
د قربانیانو پېژندنه ثبتول او خپرول

• د واده اړوند جنایتونه
له قانوني سن څخه وړاندي واده
په زور سره واده کول
ښځې له واده کولو یا د خاوند له غوره کولو څخه منع کول
د واده لپاره د ښځو پلورل او پېرل
په بدو کي د ښځو ورکول
له یوې څخه د زیاتو ښځو په نکاح کول (مشروطه...)

• له ملکیت او میراث څخه محرومول
له میراث څخه محرومول
شخصي ملکیت ته له لاسرسي څخه محرومول
له مشروعو اړیکو نیولو څخه انکار کول
زده کړې، کار او روغتیا ساتنې ته له لاسرسي څه منع کول
زده کړې، کار او روغتیا ساتنې ته له لاسرسي څخه د ښځو منع کول
اجباري کار

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رپوټ ورکولو په هکله لارښوونې:
محرمیت او حفاظت
د قربانیانو د پېژندنې اړوند هر ډول معلومات مه خپروﺉ. پر ځای یې مستعار نومونه وکاروﺉ.
د قربانیانو تصویرونه مه خپروﺉ او مخونه یې د تلویزون پر ښیښه باندي مه ښایاست.
په خوندي او محرم ځای کې مرکې ترسره کړﺉ.
له ډېر احتیاط څخه کار واخلﺉ تر څو هغه مهال د مرکه کېدونکي شخص د راز او حفاظت په هکله ډاډه شﺉ کله، چي له هغوی ځېنې د مرکې کولو غوښتنه کوﺉ او یا مرکه ورسره ترسره کوﺉ؛ که نه نو ښځې او نجونې به له ټولنیز پیغور او اضافه خطر سره مخ شي. د بېلګې په توګه:
• د ځوروونکي خاوند او د ځوروونکي نارینه انډیوال په شمول به د تاوتریخوالي مرتکب، له ښځې یا نجلۍ څخه له خبریال سره د خبرو کولو بدل واخلي.
• پورته په سور خط په نښه شوې جمله یو څه ستونزه لري، که یو ځل بیا له سره راوژباړل شي، ښه به وي.
• د ناموس اړونده جرمونو په صورت کې، خپلوان ښايي د ښځینه د کورنۍ غړیو د زورونې یا وژنې هڅه وکړي، چې د دوی کورنۍ ته یې بې ناموسي راوړې ده، اکثره وخت له کورنۍ نه بیرون د واده کولو وروسته د شکمنو جنسي اړیکو ساتلو پر سر، چې جنسي تیری هم پکې شامل دی.

رضایت
له مرکې وړاندې له وژنې څخه د ژغورل شویو کسانو رضایت ترلاسه کړﺉ. 

ډاډ ترلاسه کړﺉ، چې مرکه کیدونکی په دې پوهیږي، چې هرې پوښتنې ته د  نه ځواب ویلو حق لري او هر وخت کولی شي مرکه پای ته ورسوي.

له وژنو نه د ژغورل شویو کسانو څخه ډاډ ترلاسه کړﺉ، چې د دوی له خوا د درکړل شويو معلوماتو په اړه  ستاسې ګټې اخیستنې او یا هم خپرولو په اړه خبر لري.

په ليکلې بڼه دوی ته د خپلې اړیکې معلومات ورکړﺉ، چې وروسته هم له تاسې سره اړیکه ونیولی شي.

د وژنې څخه له ژغورل شویو کسانو سره د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي په اړه مرکه کول

که چیرې غواړﺉ له ماشومانو سره مرکه وکړﺉ، له لا ډېر احتیاط څخه کار واخلﺉ. که د امکان وړ وي، لومړی یې د کورنۍ له اعتبار وړ غړیو یا د مرسته کوونکیو لکه د روغتیا ساتنې کارکوونکیو یا  مشاورینو سره مشوره وکړﺉ. د حفاظت پاسنیو یادو شویو لاملونو په نظر کې نیولو سره، که چېرې دغه کار د غچ اخیستنې سبب ګرځي؛ نو د کورنۍ له غړیو یا نورو کسانو سره یې خبرې ونه کړﺉ. 
ډاډ ترلاسه کړﺉ، چې له ښځینه ژغورل شویو سره د ښځو لخوا مرکه ترسره کړﺉ. له حالاتو سره سم له احتیاط نه کار واخلﺉ او د ژغورل شوي کس انتخاب ته احترام وکړﺉ.

د هغو ژغورل شویو کسانو په اړه، چې د مرستې په لټه کې دي، د سیمه ایز ملاتړ د موجوده خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړﺉ. د ملاتړ خدمتونه لکه د جنسي تېري د قربانیانو مرکزونه او د ښځو د امن خونې.


دې موضوع ته مو باید پام وي، چې ستاسو دا مرکه کولې شي، چې قرباني شوي کس ته کوم زیان ونه رسوي.
 د ښځو له سیمې ایزې امن خونې یا ادارې سره پدې اړه خبرې وکړﺉ،چې د مرکې کولو له ځانګړو تخنیکونو څخه خبر شﺉ.
د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ته د ځواب ویلو ارزونه
پوښتنه وکړﺉ چې آیا له وژنې ژغورل شوي کس، ځانګړو روغتیايي مرستو یا رواني خدمتونو ته اړتیا درلوده؟

له عدلي او قضايي سیستم سره د ژغورل شوي کس د عکس العملونو په اړه پوښتنه وکړﺉ، د بېلګې په ډول: له پولیسو، وکیلانو او محکمو څخه.

د حقوقي، اقتصادي او ټولنیزو تبعیضونو په اړه باید په لوړه کچه معلومات ولرﺉ، چې د جنسیت پر بنسټ عملونو ته په خلکو کې ترویج ورکوي.
د جنسیت د راپور ورکولو چیک لېست:
د راپور زاویې
آیا راپور تحلیلي دی؟ آیا له پیښې څخه لاوړاندې او اساسي مسایل راپورته کوي؟
آیا د نر او ښځو سوژې یو ډول په نظر کې نیول کېږي؟
آیا ستاسې راپور په قسمي ډول په قرباني شوي کس تور لګوي؟
آیا ستاسې راپور د جنسیتي عرفي باورونو د ګواښ یا تحکیم لامل نه ګرځي؟
آیا ستاسې راپور د بشري حقونو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی دی؟
آیا ستاسې په راپور کې د ښځو تجربې او تشویشونه غیر مهم ګڼل شوي؟
آیا ستاسې راپور عادلانه، دقیق او متوازن دی؟

د پوښښ کچه
آیا تاسې د ښځو او نرانو غږونو خپرولو لپاره مناسب او مساوي ځای/ وخت تر پوښښ لاندې نیولی دی؟ 
آیا تاسې له بېلابېلو سرچینو سره، چې د ډېرو  نظریو استازیتوب کوي، مشوره کړي؟
ژبه
پداسې حال کې، چې د جنسیت لپاره یو ډول اصطلاح ګانې کارول کیږي، آیا د اړونده جنس په اړه په بله بڼه معلومات تیار شوي؟
آیا ستاسې په راپور کې فزیکي توضیحات هم شامل دي؟ آیا په نرانو او ښځو دواړو یو ډول تطبیق کېږي؟


لیدلوری

آیا نر او ښځه یو ډول په نظر کې نیول شوي؟
د پیښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي په اړه جنسیتي تعصب په نظر کې نیول شوی دی؟
د مسلکي میرمنو په اړه د هغوی مسلکي رول ته کتنه شوې او یا برعکس د ښځو فزیکي او جنسي ځانګړتیاوې په نظر کې نیول شوي دي؟
په راپور کې له ښځو سره د قرباني یا د ژغورل شوي په توګه چلند کېږي؟
آیا د ښځو رول په راپور کې فعال یا غیرفعال ښودل شوی ؟
آیا د راپور په تصویر کې د ښځو حیثیت ټیټ ښودل شوی؟
که چیرې د ښځو پر ځای نر په نظر کې ونیسو؛ نو دغه کار به کوم مفهوم ولري؟