دژړو د مهرارزښت هغه وخت دزرو کیږي
چې ووهل دپاچا پر فرمان سي سر چپه
پوستین هغه وخت له سړي شیطان جوړوي
چې په دوبي کې يې واغوندې انسان سر چپه
لري سوپري د حیوان هغه وخت ښه پاکیږي
چي کله پز هغه کړي خالي اوسوهان سر چپه
سیروم هغه وخت انسان ته اب حیات کیږي
چې بیمار ته هغه کړي مهربان نرسان سر چپه
***
اوس په دنیا کې کله راسته کار چلیږي
بریالی هغه چې اغوستی یې وی تنبان سرچپه
هغه څوک آسمان ته لاره پیدا کولای سي
چې سر تر پایه يې وي ان ایمان سر چپه
پک تر پکه نه چې ماغزه یې مالومیږي
نه چې ایمان سر چپه، نیولی قران سرچپه
په دنیا کې ګله بانان په لیاقت مقرریږي
دلته پسونه او وزې او غوییان سر چپه
په دنیا کې غل غدو بندي او محاکمه کیږي
دلته رسیږي مقام ته لوی خاینان سر چپه
پارلمان چې لیري کړي یوروژه خور په شعبان
ارګ یې بیرله مقرروي په رمضان سر چپه
په دنیا کې داړه مار ته ټیزن ویل کیږي
دلته اتل اورهبر او قهرمان سر چپه
دلته هغه کسان لوړو څوکیو ته رسیږي
چې سر یې په لم نه ارزي بې وجدان سر چپه
هغه چې تر ټولونا شولټه تو لانت وي
هغه سي د دولت د پزې پیزوان سر چپه
ولس یې د نس د دوږخ په اور اخته کړی
اخته د پيسو په فردوس دی مشران سر چپه
ناتو چې دامنیت په پلمه میلمه سوی
له بهرنی دفاع نه دی ګریزان سر چپه
ناتووايي موږ یوازې ښارونه ساتو
تاسود سرحدو یاست ساتندویان سرچپه
د دولت ویناوي ټوله دي دشارلتانو*
ګلستان وایي جوړوي قبرستان سر چپه
په دنیا کې د پوهانو مقبرې جوړیږي
دلته د هر غله، ګنکپ او،سګوان سرچپه
پر پوهنتونو د لوړو پوهانو نوم ایښول کیږي
دلته دتاراکګر، شوکماراو شیطان سر چپه
دې دولت ټوله کامونه سره اچولي په لانجه
دسولې جرګه چلوي د جنګ اتلان سر چپه
دا چپه دولت به تر کومه تپې په ولس راسته
کله به سي پساتیان اود هغو خپلوان سر چپه
راسته لارې به مجبوره دا وطن پریږدي
تر کله به څیريږي د هغو ګریوان سرچپه
دې چپه پوستین اغوستو مهر دی په لاس
په ژمي کې راباسي فرمان د تابستان سر چپه
لري سوپري یې لکه ډولونه بهر را وتلي
دهغو سوهانول غواړې ژبه سوزان سر چپه
ولس یې په خپلو مردارویو بیمار کړی
دنیا سیروم په لا س، سوې ناروغان سر چپه
د هر سر چپه کړه باید رسوا سي دنیا ته
چې هغوی راسته کړې خپل وجدان سر چپه
راځئ چې وکړو ددې دولت پسې چپه پاتا
بیرته دی سي چړی کلینراو موټروان سر چپه
*شارلتان ( هغه چې عالم نه وي او دعالم خبرې کوي )