ايا«لااله الاالله»ويل قسم دئ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52098

دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۳۷)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

 مستفتي: سميع کاکړ/جلال اباد.
محترم مفتي صاحب که يوڅوک دخپلي خبري دشروع په وخت «لاالـــــه الا الله» ووايي مثلا ووايي «لااله الاالله» زه  به فلاني کارکوم نو اياداقسم دۍ اوکه يا؟

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

په کوم ځاۍ کښي چي په رواج کښي دکلمې ويل قسم بلل ګيږي نو هلته که ويونکي نيت دقسم کړئ وي اوکه يې نه وي کړئ دکلمې شريفي ويل قسم بلل کيږي .
خو کچيري په رواج کښي قسم نه بلل کېدئ نو بياکه ويونکي نيت دقسم کړئ وو قسم دئ اوکه يې نيت نه وو کړئ نوبياقسم نه دئ.
في ردالمحتار/ج۳/ص۵۵:«(قوله وسبحان الله..الخ) قال في البحر ولوقال لااله الاالله لاافعل کذالايکون يميناالاان ينوي وکذاقوله سبحان الله والله اکبر لاافعل کذا لعدم العادة آه. قلت ولوقال الله وکيل لاافعل کذاينبغي ان يکون يمينافي زماننالانه مثل الله اکبر لکونه متعارف».والسلام