اياداقول چي»خداي شاهددئ» قسم دئ اوکه څنګه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52099

دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۳۸)


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

 

مستفتي:محـــــمد انور/کناډا
جليل القدره عالم مولانا ابوالفضل ته دزړه له کومي سلامونه وايو،پس له سلامه زماپوښتنه داده چي که يوڅوک ووايي(خدائ شاهد دئ)نو داقسم دئ اوکه يا؟؟؟

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم:
څرنګه چي دا الفاظ په قسم کښي متعارف اومشهوردي نو له دې وجي داسي ويل چي (خداي ګواه ياشاهد دئ) قسم دئ.
قال الله تعالی :«ومن الناس من يعجبک قوله في الحياة الدنيا ويشهدالله علي مافي قلبه وهو الدالخصام».