که پرمردارشي باندي چي لوندوي څوک کښېني نو کالي يابدن مرداريږي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52101

دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۴۰)


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي:جانباز/کنړ.


محترم مفتي صاحب نيکي هيل ي اوسلامونه مي ومنئ :السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
وروسته له سلامه مي پوشتنه داده که يو څوک پرمرداره مځکه يافرش پروت وي نو بيادده په خولو سره مرداره مځکه يافرش لوند سي نو ايا په دې سره دده کالي يابدن مرداريږي که نه ؟ يا يوسړي پرمردار فرش يامرداره مځکه وختئ  په داسي حال کي چي پښې ئې لندې وې نودده پښې مرداري دي اوکه څنګه؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره کچيري پربدن ياکالو باندي دنجاست اثرښکاره سو کوم چي خوند ، رنګ ، يابوئ دئ نو بيا هغه شي يعني کالي يابدن مرداريږي. اوکچير ي اثرنه سو معلوم نو بيانه مرداريږي.

في نورالايضاح ونجاة الارواح:«ولوابتل فراش اوتراب نجسان من عرق نائم اوبلل قدم وظهراثرالنجاسة في البدن تنجساوالافلا.والسلام