که پاکه جامه په مرداره لنده جامه کي وپېچل سي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52102

دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۴۱)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

محـــــمدشفيع/سعودي عربستان.


وقدرمن مفتي صاحب اوټولو کارکونکوته سلامونه وايو ، زموږ سوال دادئ چي:
کچيري يوڅوک پاکه جامه چي وچه وي په يوه داسي لنده جامه کښي وپېچی چي هغه مرداره وي نو په دې سره داپاکه جامه مرداريږی اوکه څنګه؟

الجواب ومنه الصواب:
محترمه کچيري وچه پاکه جامه په مرداره جامه کي وپېچل سي نو کچيري له دواړو جامو په نښتېځلو سره څاڅګي توئېدله نو هغه پاکه جامه مرداره سوله او کچيري له يوه څخه هم څاڅکي  نه توئېدله نو هغه پاکه جامه اوس هم پاکه ده دادوې مسئلې اتفاقي دي  اوکه له یوې څخه څاڅکي تویېدل  نه له بلي نودحلواني رح په نزد که له پاکي جامي نه تویېدلې نوپاکه نده مرداره  ،فی نورالایضاح کمالاينجس ثوب جاف طاهرلف في ثوب نجس رطب لاينعصرالرطب لوعصر.والسلام