د اسلامي نړۍ د وروسته پاتې کېدو لاملونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52195
حمیدالله عبدالهي
دخبریدو نیټه : 2012-11-18


د اسلام مقدس دین شاوخوا  ۱۴۰۰ کاله مخکې د ځمکې مخ په داسې انوارو وځلاوه چې د قیامت تر ورځې به ئې ځمکه د فیوضو څخه برخمنه  وي ، هغه وخت چې قرآن نازل شو طبیعي علوم په خپل ابتدایي حالت کې و او دومره پیشرفت ئې نه و کړی ، د فکر په برخه کې د میلاد څخه وړاندې  ارسطو د سم فکر کولو لپاره بعضې قواعد وضع کړي و چې منطق ورته وایي ، او مسلمانانو د عباسیانو په وخت کې د ارسطو منطق ترجمه او ډېر انکشاف ئې ورکړ ، حتی مسلمانانو ډېر نوښتونه وکړل چې ساعت جوړول ئې د نمونې په توګه یادولای شو ، د هارون الرشید په وخت کې مسلمانان د نړۍ بهترین مدنیت لرونکي و چې په نړۍ کې ئې ساری نه درلود ، مسلمانانو د قرآنکریم څخه نور علوم کشف کړل او کله ئې چې دا علوم د ارسطو د منطق او فلسفې سره یو ځای کړل یو نوی رنګ ئې غوره کړ ، دا په خپل ذات کې یو نوی نوښت و چې د یو پرمختللي تمدن سرچینه بلل کیږي ،  هغه مهال اروپایان بغداد او نورو اسلامي ښارونو ته راغلل او مروجه علوم ئې خپلو ژبو ته ترجمه او اورپا ته ئې ورسره یوړل ، اورپایانو د ارسطو په صوری منطق چې ډېر تمرکز ئې په فکر او د فکر په ماده باندې و بسیا ونکړه او هغه ته ئې انشکاف ورکړ او د منطق تطبیقی په نوم ئې وړاندې کړل ، هغوی منطق د فکر څخه عمل ته راوییستل او  په مختلفو برخو ئې ووېشل ، د اورپایانو دا نوښت  د لویو اختراعاتو او نوو کشفیاتو سرچینه بلل کیږي .
د دې څخه ورسته  بدبختانه د مسلمانانو  نزولی او د اورپایانو صعودی سیر شروع شو ، مسلمانان د خپل اصلی هدف څخه تر ډيره منحرف شول او خپل منځې اختلافاتو زور واخیست ، اسلامی هېوادونو یو په بل پسې خپلې خپلواکۍ اعلان کړې او د یو واحد اسلامی خلافت ځای وړو او کمزورو اسلامی هېوادونو ونیو ، مسلمانانو علم ته شا واړوله او په هماغه مخکنیو قوانینو او د ارسطو په منطق ئې بسیا وکړه ،
په اورپا کې  د فرانسې د انقلاب څخه ورسته اورپایي پوهانو ته د پلټنو زمینه مساعده شوه او په څو پیړیو کې ئې د نړۍ رنګ بدل کړ ، دا پرمختګونه د نړۍ ګوټ ګوت ته وغځېدل ، امریکا چې یوازې څو سوه کاله مخکې کشف شوه اوسمهال د نړۍ د بهترینو امکاناتو څخه برخمنه ده او د نړۍ تر ټولو پرمخ تللې  تکنالوژی کاروي ، بعضې  اسلامې هېوادونو هم ډېر پرمختګ وکړ د مالیزیا په شان هېوادونه د نړۍ د پر مخ تللو هېوادونو په کتارکې راځي او تر ډېره په ځان بسیا دي  ، خو اکثریت اسلامی هېوادونه په خوب ویده دي ، او د دې انتظار وباسي تر څو د نورو انسانانو د صنعت څخه ګټه واخلي ، او خپله هیڅ نوښت نلري ، د دې ډول هېوادونو بهترینه نمونه عربي هېوادونه دي ، په ځانګړې توګه د قطر ، اماراتو ، کویت ، سعودي عربستان په شان شتمن هېوادونه  چې د نړۍ د شتمنو هېوادونو په کتار کې راځي ، قطر د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد دي ، د قطر د هر وګړي کلنی عاید د هر امریکایی وګړي د کلني عاید څخه لس برابره  زیات دي، د نړۍ بهترینه او تر ټولو هوسا ژوند همدا عرب شتمن هېوادونه لري ،
خو د اټکل خلاف دا هېوادونه یوازې او یوازې د نورو د تولید څخه استفاده کوي او هیڅ وخت ئې د خپلو پراخه منابعو څخه د اسلام او مسلمانانو د علمی پرمختګ ، د مسلمانانو د خودکفایۍ  څخه ګټه نه ده اخیستې ، دا شتمن دومره په عیش او عشرت بوخت دی ، چې مسلمان لا څه کوې لا انسان پرې شرمیږی .
 
دا په داسې حالت کې چې نړۍ کې داسې اسلامی هېوادونه شتون لري چې د وګړو ورځني عاید ئې یو ډالر ته هم نه رسېږی ، او د ژوند د ډېرو لومړنیو امکاناتو څخه هم برخمن نه دي دا په دې مانا چې په اسلامي هېوادونو کې او په ټوله کې د مسلمانانو د ژوندونو تر منځ هیڅ ډول انډول شتون نلري ، د دوبۍ شیخان په یوه شپه ۳۰۰۰۰  دېرش زره امریکایي ډالر لګوي او د افریقا مسلمانان بیا د خپلې کورنۍ ورځنۍ لګښت نه شي پوره کولای  ، دا هر څه د اسلامي خلافتونو او اسلامي تاریخ سره کاملا په ټکر کې دی ویل کیږي چې د حضرت عمر بن عبدالعزیز په وخت کې د مسلمانانو تر منځ دومره اقتصادي انډول شتون درلود چې د زکات اخیستلو وړ کس پیدا کول یو ستونزمن کار ؤ .   
دا  هر څه  د اسلام نیمګړتیا نه بلکه د مسلمانانو انحطاط او نیمګړتیا ده ، ویل کیږي چې یو اورپایي وګړي په اسلام مشرف شو او بیا ئې په اسلامی هېوادونو ته سفر وکړ د سفر څخه د راستنېدو وروسته ئې وویل چې : په ما باندې د خدای ډېر لوی فضل و چې لومړی مې اسلام راوړ او بیا مې مسلمانان ولیدل ، که مې لومړی اسلامی هېوادونو ته سفر کړې وای شاید چې د مسلمانانو د حالت په لیدلو سره به اوس ګاکي د اسلام د فیض څخه برخمن شوی نه وم .

خو د دې هر څه سره سره ، اسلام په خپل قوت پاته دی ، قرآن خپل اعجازساتلی او دقیامت تر ورځې به ئې وساتی ، د انجیل برخلاف چې یوازې نوم ئې پاته دی او کاتولیک ، ارتودکس او حتی  پاپ خپل فرمایشات پکې لیکلي او په انجیل ئې مسمی کړي ، قرآن په ټوله اسلامی نړۍ کې هماغه یو قرآن دی .
 کله کله خو دا مغرضین په لوی لاس په اسلام پسې مټې رالوڅې کړي پډې هیله چې ګوندې د قرآن کوم آیت د ساینس سره په ټکر کې پیدا کړي او خلکو ته ئې وروښېی ، خو د دوی د غوښتنې برخلاف کله چې په څېړنو شروع وکړی د اسلام حقانیت ورته ثابت شي او کله خو دا څېړنې د څېړونکو د اسلام راوړلو لامل شي ،
د قرآن هر آیت د معجزو او علمی اکتشافاتو څخه ډک دي او که یو ځل بیا مسلمانان خپل کتاب ته مخ کړي ، خپل منځي اختلافات یوه خوا کړي ، د قرآن کریم په آیتونو کې څېړنو ته دوام ورکړي ،  د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او د خلفای راشدینو کړنلاره تعقیب کړي او د اسلامی هېوادونو د خود کفایۍ لپاره کار وکړي ، سرحدونه له منځه یوسي د شرق او غرب د غلامۍ په ځای د خپل خدای بندګي په اخلاص او صداقت سره وکړي لرې نه ده چې یو ځل بیا خپله دبدبه لاس ته راوړي او یو ملی اسلامی حاکمیت را منځ ته شي .
په پای کې به ووایم چې مسلمانان باید  ساینسي علومو ته هم خاصه توجه ولری ، زمونږ مخترع ، فزیک پوه ، ریا ضیي پوه ، انجینر، ډاکتر او حتی یوعادی ښوونکی زمونږ ملی سرمایه ده او باید د خپلې سرمایې ښه ساتنه وکړو .
زموږ ګران هېواد افغانستان هم د تاریخ په اوږدو کې د افغان سید جمال الدین ، بوعلی سینای بلخی ، او خوشال خان خټک په شان نابغه او فیلسوفان روزلي خو د افسوس خبره دا ده چې د نوموړو پوهانو څېړنې ، پلټنې او سپړنې یوازې د دوی تر ژوند پورې ځانګړې وې او د دوی څخه وروسته چا هم د هغوی علمي لاره تعقیب نه کړه ، د بېلګې په توګه موږ په تاریخ کې خوشال خټک یوازې د یو اتل او شاعر په توګه پېژنو خو حقیقت دا دې چې خوشال نه یوازې اتل او شاعر بلکه یو ښه ټولنپوه ، سیاستپوه ، طبیب ،  خطاط او په ټوله کې  یو فیلسوف هم ؤ ، خوشال په مختلفو برخو کې داسې کتابونه لیکلې چې تر ډېره ورڅخه په زدکړنیزو مرکزونو کې ګټه پورته کېدله ، د سید جمال الدین افغان په څېر نړیوال نابغه مو هم درلود خو د نوموړي تګلاره چا تعقیب نه کړه ، مونږ افغانان او په ټوله کې اسلامي نړۍ د ژوند د نورو برخو سره سره باید ساینس ته هم توجه وکړو ، د خپلو پوهانو درناوی وکړو او تګلاره ئې وڅارو ، او کم تر کمه دا انګېزه او مفکوره له ځان سره ولرو چې یو وخت به یو اسلامي حاکمیت رامنځ ته کوو ، اقتصادي اسلامي نظام به پلی کوو ، سرحدي او نورې ورته ستونزې به حل کوو او تر هر څه مهمه لا دا چه باید خپل ځان بسیا کړو او د خپل صنعت او خپلو تولیداتو څخه ګټه پورته کړو ،
په دې هیله چې یو وخت زموږ ګران هېواد د یو واحد ، اسلامي ، متمرکز نظام تر سیوري لاندې د آرامۍ ساه واخلي ، او نور زموږ ګران هېواد د ژبنیو، توکمیزو ، سیاسي اختلافاتو څخه نجات پیدا کړي او ټول قومونه د یو واحد او اسلامي ملت په توګه په ورورولۍ ، مینه او اخلاص سره د سولې په فضا کې ژوند وکړي ، او یو ځل بیا د افغان اصلې هویت را ژوندی کړي .
و باالله نستعین

کابل افغانستان
د عقرب ۲  مه  ۱۳۹۱