ما د هستۍ د وسعتونو پرمخ ځان ليدلی.
زما د سترګو په حريم کې د نظر او د اثر تلوسه لکه د لمر د وړانګو فصاحت داسې ده.
ما د عدم له جزيرو نه لرې، د خپل وجود په ځمکه ځان ليدلی.
ما د هندارو په غياب کې خپل تصوير ته په شېبو شېبو کتلي.
نو ما پرېږدئ! چې په هسکو غرو کې هغه زمزمه شوې ټپه شم، چې د هرکمره، د هرګړنګ او هرې وچې پرښې سره مې غږ تکرار شي.
ما پرېږدئ، چې د سپېرو شګو او کمرو په چاکوکې نويو رابوټېدلوګلونو ته د شمال په وزرونو کې وخېژم، والوزم، راوالوزم او د ګلونو د پاڼو په سيوري کې مې سوز او ساز له وږمو سره ګډ شي.
کله چې د باد په ژبه پسرلی غږېږي او د زمان په حنجره کې ترنم جاري وي. کله چې ددې ژورو درو په سر باندې رالوتې ورځې ځان راښيي او لکه سپينې ورېشل شوې پنبې تارونه اچوي او د غرو په څوکو اوړې راوړي، نوما پرېږدئ! چې زه د غرونو پژواک شم، زه غرنی شم او له دې هسکو څوکونه د کايناتو په مرموزه تماشه کې خپل خيال وپالمه، احساس شم، څرک شم، د شېبو په زاويو کې وزانګم او نور پرېمانه او پرېشانه خاموشيو ته دا غرونه يوازې پرې نه ږدمه