ددوو حدیثودتعارض دفعه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52218
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-11-19


فتوی نمبر(۶۴۴).



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي/ مولوي جلال/لاهور/پاکستان.
زه يوسوال لرم هغه داچي نبـــــــي (عليه الصلاة والسلام) به دهري هفتې په ورځ ومسجد قباته ورتلئ نو مشکل زما په دې ځاي کښي دئ چي په يوه مشهور حديث کښي راغلي دي چي:«لاتشدالرحال الا الي ثلاثة مساجد».
له دغه حديث څخه معلوميږي چي صرف ددرو مسجدو دزيارت لپاره  سفر روادئ چي مسجدحرام دي اومسجد نبوي دئ اوبيت المقدس دئ نو بيانبي عليه الصلاة والسلام څرنګه دمسجدقبا دزيارت لپاره دهري  هفتې په ورځ و قباته ورتلئ

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه! علامه مناوي (رحمه الله ) په «فيض القدير» کښي ددې سوال جواب په دې ډول سره کړئ دئ چي په حديث کښي «شدالرحال» راغلئ دئ ، اودمسجدقباء اودمدېنې منورې په منځ کښي درې ميله مسافه ده نو ومسجدقباته په ورتللو کښي «شدالرحل» نسته.
والسلام ومن الله التوفيق.