مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي:مولوي حفيظ/کنړافغانستان.
په کتابو اورواياتو کښي راغلي دی چي په کرام کاتبين فرشتو کښي صاحب ديمين يعني دراسته طرف فرشته امير دئ پرصاحب دشمال يعني دچپه طرف پرفرشته باندي کومه چي دبدواعمالو ليکونکې ده زه په دغه ځاې نه پوهېږم چي په څه معني صاحب ديمنين امير دئ پر صاحب دشمال باندي؟؟؟؟؟/
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
محترمه! په دې باب امام سيوطي په جامع صغير کښي په ۴۹۸۴ نمبرسره داسي یوحدیث شریف ذکرکړيدۍ:«صاحب اليمين امير علي صاحب الشمال، فاذا عمل العبدحسنة کتبهابعشرامثالها،واذاعمل سيئة فاراد صاحب الشمال ان يکتبهاقال له صاحب اليمين:امسک فيمسک ست ساعات ، فان استغفرالله منها لم يکتب عليه شيئا، وان لم يستغفرکتب عليه سيئة واحدة (طب هب) عن ابي امامة (صحـ).
نومحترمه! په دغه مبارک حديث کښي ددې مطلب بيان سوئ دئ چي صاحب ديمين څنګه اميردئ پر صاحب دشمال باندي.
والسلام .