کله چه دخپلو غمونو په جهان کي ورک سم نو د هيلو د مړوجنازود جنازو دوک مي ، په چاودلي زړه کي دسمندر د څپو په څېر په اِضطرا ب او نا قرارۍ څپه ، څپه سي
هو ، هلته چه زه له ځا نه او ځا ن له ما نه ورک سي
هو ، هلته چه زه ، ديوه ناهيلي او له هره دره دشړلې بوډا فقير په څير د يوې نړيدلي خونې ديوال ته نړيدلۍ کښينم
هلته چه کرار ،کرار په پټه خوله پخپل څېرې گريوان کي ،د ژمي د پسته اور با ران په څير سر په ژړا سم
هلته چه زما د لا لها نده وجود په بيخونده او بيرنگه لا يتنا هي کي
هو، هلته چه زما د زړه بټ بيا بان او د فکر بي نوره اسمان يو د بل د تن زخمونه د تسل په نيت تسل ، تسل مچوي
هو ،هلته چه د در دونو له درده ،دردونه د يوه او بل د ځنگا نه له پا سه کوړه سرونه پرا ته وي
هو، هلته چه د خبرو په خبره يي يوازي دوى او الله پو هيږي
هومورې!هلته او دهغه پا خه ما ښام په ما ښا م کي ستا نا څا پي ياد را ته زما دهيلومړه څرا غونه د طور د لمبې په لمبه راته لمبه ، لمبه را بل کړي
هومورې! هلته او په هغه ان مي په وجود کي د ميني ،نور اوقوت کا ئينات وزيږې
هو ،موري!ستاد ياد سره سم خداى راسره د جوړي جوړه وکړه او زما د ورک سوي ژوند ورک ما شوم يي لاس نيولۍ زما د هيلو وکورته زما د لا س په لاس کي راکۍ
هو،مورې ستا يادراته زما د رگونو دننه د هر رګ په وينه کې هم سپوږمۍ او هم لمرونه وکرل
هو مورې!ستا ياد د صادق سهار ډيوه پلاس کي راکړه څو د وصل منزل مي خطا نسې
مورې! ستا مخ پر اسما ن پدوعا د نيولو لپوياد راته زما د وجود په لر او بر کي د تورو ما ښا مونوپه توره شپه کي د ابدي ښا ئيستې ورځې ښا ئيست وغوړا وه هومورې!او کله چه بياتر تا په راتلو راسم او ته مي دمخ او سر د پا سه په مچېدلو مچ کړې اوستا د جار او قربان ږغ مي پرغوږو پريوزي نو
مورې!هغه وخت بيا څه وسي؟
هو ، هغه وخت ستا د نمجني لهجې جار ،جار ږغونه زما پر زړه باندي څپه ،څپه سيندونه په بهيدو را پلن کي او ستا د قربان ، قربان له ږغه سره هره را وتلې مشکينه او عنبرينه ساه زما د زړه د څپه ،څپه سمندر له پا سه د جنتي وږمو دنسيم نه ختميدونکي سلسله جاري کړي ـ
هو موري !خداى خو بيخي نه يي او ته هم زما په شاني و خداى ته د بندگۍ بنده يي خو د مځکي پر مخ زما په باب د ميني ، عا طفي ، کرم او مهر با نۍ هر صفت دي د خداى په څير ر ښتيا ، رښتيا دۍ
هو مورې ! ستا په ليدو دخپل روح په ټولو لوړو او ژورو منطقو کي دميوه دارو درختوپه څېر د هرساکښ هم ميوه ،اوهم سا يه وگرځم
همداسي ده مورې! مورې زه پوهيږم چه ستا په جنتي غيږ کي دالله پلاس جوړکړۍ جنت پروت دۍ او پدي هم پوهېږم ګرانې مور جا ني چه:ستا په خفگان دغه جنت چه ستا د قدمونو هر قدم په بسم ا لله مچوي په خرابۍ خراب او ما ته د طا په ټکې بد ليږي
هو مورې ! زه پوهېږم چه ستا په خپگان اول الله بيا يي رسول د ابد په خپگان تر ابده خفه پا تيږي خو مورجاني ته پلار جان ته ووايه هغه چه ستا په حق په پو هيدو نه پو هيږي هغوى پوه کړي
هو ، هغه په لويو دښتونوکي دبړبو کيو په څېر د نا معلو مو منزلونو پلور وتلي در ښئيم
هو ،هغوى ته ووائي چه مورد الله د لاس هغه شا هکا ره تحفه ده چه نه يي جبر ئيل نه عزرائيل ،نه ميکا ئيل نه اسرافيل نه يي ادم او نه يي هم حوا ته ورکړې
هو، پلار جان دي هغوى پوه کړي چه دميندو هري مور تاسو ته شپې سبا کړي او ستاسي دامن ،حفاظت اوځنگېدو يي خوب ځان ته حرام بللۍ
هو، هغوى پوه کړي چه مور ستاسي دځوانۍ دراتگ پر لاره خپل زړه دگرز په شان هوار پلن کړۍ
هو ، هغوى پوه کړي هغه چه د خرو په شاني خره گر ځي هغوى ته ووائي چه د خداى ددي ور کړي نعمت مننه اود ملائيکي په څېر ددي ملائيکي قدر پکار دۍ
هوکې، پلار جان دي هغوى ته ووا ئي چه د هر چا مور ته په مور اقرار سي
هو تکي کند هار ١٣٩١ ، ٨ ،٢٦